په ننګرهار ولایت کې د ښوونکو د ۲۳۶ خالي بستونو لپاره د آزاد رقابت آزموینه پیل شوه

د پوهنې وزارت د ښوونکو د ګمارنې له کړنلارې سره سم، د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار او ۲۳ ولسوالیو په ښوونځیو کې د ښوونکو د ۲۳۶ خالي بستونو لپاره آزموینه، د پوهنې رئیس مولوي محمد شریف حلیمي په حضور کې پیل شوه.
په یادو بستونو کې چې مخکې اعلان شوي وو، د ښوونکو ۲۳۶ بستونه شامل دي، چې د اړینو اداري پروسو له بشپړولو وروسته به یې آزموینه له ځانګړې کړنلارې سره سمه ترسره شي.
تمه کېږي چې د شاوخوا ۵۳۷۵ تنو وړ نوماندانو څخه چې په دې آزموینه کې به برخه واخلي، ۲۳۶ کسان یې د ښوونځیو لپاره د ښوونکو په توګه وګمارل شي.