په هلمند ولایت کې ۱۵ ښوونځي جوړېږي

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۴ - ۱۴:۴۱
اعمار ۱۵ باب مکتب در ولایت هلمند

د هلمند د پوهنې ریاست مسئولین وایي:  د جاپان هېواد jica  مؤسسه په پام کې لري، چې د هلمند ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۱۵ ښوونځي جوړ کړي.
د یادې مؤسسې سیمه ییز انجینران د یاد ولایت د پوهنې له رئیس مولوي محمد عوض انصاري سره د دې پروژې د څرنګوالي په ترڅ کې وویل، چې د ښوونځیو د ودانیو د جوړولو په برخه کې به  ۱۰۰ تر ۱۳۵میلیونه افغانیو پورې لګښت راشي، چې د حلقوي دیوالونو او د اوبو او برېښنایي سیستم په لرلو سره په معیاري او اساسي ډول ورغول شي او د جوړېدو چارې به یې د ۱۴۰۲ هـ.ل روان کال تر پایه پورې بشپړې شي.
د هلمند ولایت د پوهنې رئیس د جاپان هېواد له مرستو څخه مننه وکړه او له نورو مرستندویو بنسټونو څخه یې غوښتنه وکړه، ترڅو په یاد ولایت کې د ښوونې او روزنې په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت خبرتیا

(د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند د مدرسینو مسلکي پراختیا علمي غړو د ۲۵ بستونو ازموینې په اړه)

پوهنې وزارت، د وړ کسانو ګومارنې او د استخدام په بهیر کې د روڼتیا د تأمین په موخه، د کابل ښار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۳۲
Background image

په غور کې ښوونکو لپاره شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د غور ولایت دولت‌یار ولسوالۍ اړوند ښوونځیو د ساینس او ازمېښتونونو ۱۴ تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د «چاپېریالي ساینس» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
یاده روزنیزه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

په هرات کې د مدارسو طلابو لپاره علمي او فرهنګي برنامه جوړه شوه

 د هرات ښار د امام جعفر او امام صادق مدارسو د څه باندې ۲۵۰ تنو طلابو په ګډون د «اسلام په تاریخ کې د مسلمانو ځوانانو رول، د اسلامي ټولنو پر وړاندې د لوېدیځ فکري جګړه او د هغې پر وړاندې د. . .

BACK TO NEWS