په هلمند کې د زده کوونکو د ارتقاء ازمویني پیل شوې
پوهنې وزارت_هلمند: د هلمند پوهنې ریاست اړوند د زده کوونکو د ارتقاء ازمویني د نوموړي ولایت د ښار په څلورو بیلابیلو ښوونځیو کي پیل شوې.
د هلمند ولایت د پوهنې ریاست تدریسي امر سردار محمد صمیم په وینا په یاده ازموینو کې ۶۹۷ تنو نجونو او هلکانو زده کوونکو د ۷ ټولګي نه تر یوولسم ټولګي ګډون کړي، چې له دي جملي نه ۳۵۴ تنه نجونۍ زده کوونکي دي.
دپوهنې تدریسی مرستیال د ازمویني دلیدنې پر مهال وزده کوونکو ته وویل : چي پروسه به په شفاف ډول ترسره او کوم زده کوونکي چي وړتیا لري ازموینه کي بریالي او نوي ټولګي ته به ارتقاء کوي.
صمیم همداراز وویل چې د ازمویني د شفافیت پلان چې له وړاندي جوړ شوي د لا ښه ترسره کیدو په موخه د لښګرګاه ښار دملالۍ او غربي لښکري بازار د انجونو لیسې او شهید عبدالمتین او شهید عبدالصمد روحاني هلکانو ښوونځیو کي اخستل کیږي.
د یادوني وړ ده ، چې هلمند کي هر کال په سلګونه زده کوونکي د ارتقاء ازمویني ورکوي چي په پایله کي یې یو شمیر زده کوونکي نوي ټولګیو ته ارتقاء کوي.
