په هلمند کې د مدارسو ۱۶۰ تنو اداري کارکوونکو ته پنځه ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه
د پوهنې وزارت د مسلکي ټیم له لوري د هلمند ولایت مرکز اړوند مدارسو ۱۶۰ تنو اداري کارکوونکو ته د مسلکي مهارتونو پیاوړتیا په موخه، پنځه ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
د ياد ولايت پوهنې رٸيس محترم الحاج مولوي محمدعوض انصاري د دغه ډول روزنیزو پروګرامونو د ارزښت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، چې د اداري کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړول، د کاري مهارتونو پیاوړتیا او د اداري چارو اغېزمن تنظیم د پوهنیز نظام د پرمختګ او کیفیت لاښهوالي لپاره اړین دي.
