په ولايتونو کې د پوهنې رياستونه د يونسيف موسسې په مرسته د ښوونځيو ښوونکو ته مسلکي روزنه ورکوي

د ا.ا.ا د پوهنې وزارت د ښوونکو د مسلکي پراختیا ریاست د ټاکل شويو معيارونو مطابق مطلوبو وړتياوو ته د رسېدلو لپاره د خپلو تعليمي کارکوونکو د دوامدارې مسلکي ودې دنده په غاړه لري.
په همدې اساس، دې رياست د يونیسف مؤسسې په همکاري د ( د ښوونې او زده کړې د ودې اغيزمن پروګرام) په میدان وردګ، تخار، سرپل، سمنګان، پکتيا، پکتيکا، لوګر، کندز، خوست، غزني، ډایکنډي، باميان، کابل او کابل ښار کې د ۳۲۰ تنو مربیانو لپاره د خپلو سرمربيانو په واسطه د شپږو ورځو لپاره له ۱۴۴۴/۷/٢۷ څخه تر ۱۴۴۴/۸/۴ نېټې پورې په بریالیتوب سره داير کړ.
همدا راز د ننګرهار او نورستان ولايتونو د مربیانو ورکشاپ به په ۱۴۴۴/۸/۴ نېټه دایر شي.
د يادونې وړ ده، چې د پورتني پروګرام روزل شويو مربیان به په یادو ولایتونو کې د ابتدائیه دورې د ښوونځيو ۴۰۰۰ ښوونکي د شپږو ورځو لپاره په راتلونکو اونيو کې په ياد پروګرام کې وروزي.