په پکتیکا ولایت کې د راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه
د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست له ۱۰۳ تنو هغو ماشومانو څخه چې له کډوالۍ وروسته خپل هېواد ته راستانه شوي، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
یاده ازموینه د پوهنې مسئولینو په حضور کې ترسره شوه او ټاکل شوې ده هغه زدهکوونکي چې شرایط پوره کړي، د خپلو زدهکړو د دوام لپاره د رسمي ښوونځیو اړوندو ټولګیو ته وروپېژندل شي.
