په پکتیکا کې د حضرت بلال (رضیاللهعنه) لېسه ترمیم شوه
د پکتیکا ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد د حضرت بلال (رضیاللهعنه) لېسې د بیا پرانیستې پر مهال وویل، چې د یاد ولایت د یوسفخېل ولسوالۍ اړوند بوخانخېل کلي د اوسېدونکو لخوا د ۱۲۰ زره افغانیو په مالي مرسته، د حضرت بلال (رضیاللهعنه) لېسه ترمیم او بیا ورغول شوه.
نوموړي زیاته کړه، چې څه موده وړاندې هم د همدې ولسوالۍ د خلکو له لوري د ۲ میلیونه او ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت د عبدل بابا ښوونځي ودانۍ جوړه شوې وه.
