په کاپیسا کې یو شمېر ښوونکو لپاره روزنیزه برنامه پیل شوه
د کاپیسا ولایت پوهنې مسوولینو په حضور کې، د یاد ولایت د ښوونځیو د ساینسي مضمونونو او ښوونیزې ټکنالوژۍ د ۱۲۶ تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
تمه ده چې یاده برنامه به د ښوونکو د مسلکي وړتیاوو او تدریسي تجربو په لوړولو کې ګټوره تمامه شي او د ښوونځیو د زدهکوونکو لپاره به د ساینسي مضمونونو او ښوونیزې ټکنالوژۍ د زدهکړو کیفیت په لوړولو کې مرسته وکړي.
