پوهنیز نظام سره د عامو خلکو ملاتړ دوام لري

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۲ - ۱۲:۵۵
sdfgh
میدان وردګ:
د ميدان وردګ ولايت د جغتو ولسوالۍ يو تن دیندار او معارف دوست شخصيت حاجي بريالي په ياده ولسوالۍ کې د الفاروقيه مدرسې لپاره ١٨ زره افغانۍ نغدي مرسته وکړه.
دغه راز دهمدغه ولسوالۍ يو شمېر نورو اوسېدونکو هم د یادې مدرسې لپاره د ٦٩ متره مربع په اندازه فرش وپېره.
د يو بل خبر له مخې: د جغتو ولسوالۍ یو تن علم پروره اوسېدونکي د يادې ولسوالۍ د غازي محمد جان خان عالي لېسې درسي ټولګيو لپاره د سل ډالره په ارزښت د درسي تختو مرسته وکړه.
د پوهنې وزارت مشرتابه له ښوونیز نظام سره د میدان وردګ ولایت د خلکو له مرستو مننه کوي.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۴:۲۳
Background image

د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې رئیس بلخ ولایت ته رسمي سفر وکړ

د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې د رئیس مولوي غلام ربي رباني په مشرۍ یو پلاوی بلخ ولایت ته ورسېد. په پيل کې نوموړي په هغه غونډه کې چې د بلخ پوهنې ریاست په انګړ کې جوړه شوې وه، د یاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۴:۱۰
Background image

لوګر ولایت کې د ۱۲مېلیونه ۳۰۰زره افغانیو په لګښت، د درې بابه ښوونځیو پروژې پرانیستل شوې

پوهنې وزارت له لوري، د یو مرستندویه بنسټ په مالي ملاتړ، د لوګر ولایت محمدآغې ولسوالۍ اړوند، د بي بي آمنې، سنګ سوراخ او حاجیانو ښوونځیو رغنیزې پروژې بشپړې او د یاد ولایت پوهنې مسئولینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۱:۱۷
Background image

د څه د پاسه ۱.۳ مېلیونه افغانیو په لګښت، کابل ښار اړوند یو باب ښوونځي کې ۶ درسي خونې ورغول شوې

د کابل ښار په اوومه ناحیه کې د محمد فاروق منځني ښوونځي لپاره د درسي ټولګيو جوړولو پروژه، چې څه موده وړاندې د پوهنې د یوې همکارې ادارې له لوري د یو مېلیون ۳۰۵ زره ۵۰۰ افغانیو په لګښت پیل. . .

BACK TO NEWS