پوهنې وزیر د سولې انځورګرۍ او شاعرۍ د سراسري فسټیوال له ترسره کوونکو سره وکتل

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۹/۱/۳ - ۱۷:۱۱
پوهنې وزیر د سولې انځورګرۍ او شاعرۍ د سراسري فسټیوال له ترسره کوونکو سره وکتل.

پوهنې وزارت ــ کابل: د شایان کلتوري او رسنیز بنسټ رئیس ذکي شهامت چې په دې وروستیو کې یې د سولې انځورګرۍ او شاعرۍ سراسري فیسټیوال ترسره کړۍ دۍ، د یاد فسټیوال ځانکړۍ کتاب یې د هیواد پوهنې وزیر ډاکتر محمد میرویس بلخي ته ډالۍ کړ.
پوهنې وزیر په دې لیدنه کې د هیواد امنیتي ځواکونو لوړ مقام ته د درناوي او د سولې ادبیاتو ترویج او بنسټیز کولو په لاره کې د یاد فسټیوال د ترسره کوونکو څخه د ستاینې ترڅنګ، په دې کلتوري کار کې یې د ټولني بیلابیلو برخو لپاره د ښوونیزو اړخونو په پیاوړي کولو ټینګار وکړ.
همدارنګه د شایان کلتوري او رسنیز بنسټ رئیس ذکي شهامت د سولې او شعر د سراسري فسټیوال د ترسره کیدو څخه یو لنډ راپور د پوهنې له وزیر سره شریک کړ او ویې ویل چې دا ملي فسټیوال د نوي نظام او لاسته راوړنو، دفاعي او امنیتي ځواکونو، سولې، د افراطیت سره مبارزې، نوي افغانستان او پخلاینې او سولې څخه د ملاتړ اړوند موضوعاتو، د هیواد په ۷ حوزو کې، کابل، بامیان، بلخ، هرات، قندهار، ننګرهار او بدخشان کې ترسره شو.
شهامت زیاته کړه چې د یاد فسټیوال ځانګړۍ مستند اوسمهال په ۷ ملي ټلویزیونونو او ملي او سیمه ایزو رایوګانو کې خپریږي او د فیسټیوال ځانګړۍ کتاب چې په کې د دري، پښتو او ازبکي ژبو د شاعري آثار او د انځورګرۍ او ګرافیک آثار دي، ۱۰۰۰۰ ټوکه چاپ شوي او په ټولو ولایتونو کې ویشل کیږي.
د فسټیوال ترسره کوونکي بنسټ رئیس د پوهنې وزارت مشرتابه له ملاتړ څخه ستاینه وکړه او د پوهنې وزارت په همکارۍ د سولې ادبیاتو د ترویج او جوړولو او د راتلونکو پروګرامونو په موخه یې د پوهنې له وزیر ډاکتر بلخي سره خبرې اترې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین د کابل ښار له عبدالهادي داوي لېسې څخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني د تخنیکي ټیم په ملتیا د کابل ښار نهمې ښوونیزې ناحیې اړوند له عبدالهادي داوي عالي لېسې څخه څارنه وکړه.
په یاده لیدنه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۳۲
Background image

د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې د یوې نوې مدرسې د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غزني ولایت مقر ولسوالۍ اړوند د «نجم المدارس دیني مدرسې» د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د یوې غونډې په ترڅ کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ چې د نږدې یو میلیون افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۲۶
Background image

په زابل ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره نوې ودانۍ جوړېږي

د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ اړوند د «علي‌داد» لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو له لوري په وقف شوې ۲ جرېبه ځمکه کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ د سیمې د خلکو. . .

BACK TO NEWS