پوهنې وزیر د کابل ولایت بګرامي ولسوالۍ د امام ابوحنیفه (رح) نجونو دارالعلوم څخه لیدنه وکړه

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۸/۷/۱۷ - ۱۱:۱۸
پوهنې وزیر د کابل ولایت بګرامي ولسوالۍ د امام ابوحنیفه (رح) نجونو دارالعلوم څخه لیدنه وکړه

پوهنې وزارت- کابل: پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي د کابل ولایت بګرامي ولسوالۍ د امام ابوحنیفه (رح) نجونو له دارالعلوم څخه د لیدنې تر څنګ د یاد دارالعلوم د زده کړې حالت له نژدې وڅيړه.
په دې لیدنه کې پوهنې وزیر ډاکتربلخي د یاد دارالعلوم له ټولګیو څخه د لیدنې ترڅنګ د زده کړیالانو سره له نژدې خبرې وکړې او د زده کړیالانو له ستونزو او شته ننګونو څخه یې ځان خبر کړ.
پوهنې وزیر د یاد دارالعلوم د مدیر او زده کړیالانو د ستونزو د حل لکه د تالار او جومات د جوړیدو ژمنه ورکړه.
د یادونې وړ ده چې پوهنې وزیر د قرآن کریم د ختم په مراسمو کې چې د ښوونکي ورځې په مناسبت د یاد دارالعلوم د زده کړیالانو له لوري تر سره شوي وو ګډون وکړ.
د امام ابوحنیفه (رح) نجونو دارالعلوم په ۱۳۲۳ لمریز کال کې تاسیس شوې او په دو وختونو کې د ۲۰۰۰ څخه زیاتو نجونو زده کړیالانو ته د زده کړې خدمتونه وړاندې کوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د قرارداد د پرېکړې د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ مېزونو او څوکیو د تولید په موخه د ۵۷ قلمه خامو موادو برابرولو او پېرلو قرارداد، د ۱۴ میلیونه، ۳۳۸ زره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۹
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو ته درسي مرستندویه توکي ووېشل شول

د یو همکار بنسټ له لوري په پنجشېر ولایت کې ښوونکو ته د ۶۷۱ زره او ۲۷۵ افغانیو په ارزښت د درسي مرستندویه توکو ۱۰۰ کڅوړې ورکړل شوې.
د یادې مرستې موخه د ښوونې او روزنې د بهیر ملاتړ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

په لوګر کې ۲۰۰ یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د لوګر ولایت مرکز اړوند د حصارک لېسې ۲۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته د یوه خیریه بنسټ له لوري درسي توکي ووېشل شول.
د یادې مرستې موخه د اړمنو او یتیمو زده‌کوونکو ملاتړ او زده‌کړو ته. . .

BACK TO NEWS