پوهنې وزیر د کتاب ډالۍ او رسالت سرته رسولو رضاکاره کمپاین له فعالیتونو څخه ستاینه وکړه

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۸/۶/۱۳ - ۹:۵
پوهنې وزیر د کتاب ډالۍ او رسالت سرته رسولو رضاکاره کمپاین له فعالیتونو څخه ستاینه وکړه

پوهنې وزارت- کابل: پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي د کتاب ډالۍ او رسالت سرته رسولو کمپاین غړو څخه مننه او د هغوي کړنې يې وستایلې چې په رضا کاره ډول په ۲۱ ولایتونو کې د درسي کتابونو راټولولو په کمپاین بوخت دي.
دا غونډه چې پوهنې وزارت کې ترسره شوه، ډاکتر بلخي د فریحه ایثار په مشرۍ د کتاب ډالۍ او رسالت سرته رسولو کمپاین غړي يې د ښوونې او روزني ډیر صادق همکاران یاد کړل.
پوهنې وزیر د درسي کتابونو راټولولو او ویشلو نوې کړنلارې له جوړولو څخه هم خبر ورکړ.
پوهنې وزیر په مرکز او ولایتونو کې د ۱۲.۲ میلیونه ټوکه ابتدائیه درسي کتابونو د ویش پیل ته په اشارې، د کتاب ډالۍ او رسالت سرته رسولو کمپاین څخه وغوښتل چې د کتابونو ښه ویش څارلو په موخه د پوهنې وزارت سره همکاري وکړي.
فریحه ایثار د کتاب ډالۍ او رسالت سرته رسولو کمپاین مسئوليت لرونکې پدي لیدنه کې د پوهنې وزیر له ملاتړ څخه مننه وکړه او ویې ویل چې پدې کمپاین کې ۱۰۰۰ تنه په رضا کاره ډول په ۲۱ ولایتونو کې فعالیت کوي.
آغلي ایثار همدارنګه په ولایتونو او لرې پرتو سیمو کې د کتابتونونو، سواد زده کړو کورسونو جوړول د دې کمپاین له راتلونکي پلان څخه یاد کړل او د ګرمو سیمو ښوونیز نوي کال په پیل سره يې په کندهار ولایت کې د سولې کتابتون پرانستلو څخه خبر ورکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۵:۲۳
Background image

د لوګر ولایت پوهنې ریاست له کړنو څو لنډ خبرونه

د لوګر ولایت محمداغې ولسوالۍ په ۱۷بابه ښوونځیو کې د شاوخوا ۸۰۰ تنو زده کوونکو ترمنځ د «اسلامي عقیدې» د کتاب له منځپانګې څخه علمي سیالۍ ترسره شوې، کوم چې د یوې همکارې فکري او فرهنګي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۹:۲
Background image

داوطلبۍ اعلان

د کابل ښار پوهنې ریاست د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د ۱۰,۰۰۰ لیټره پټرولو او ۶,۵۰۰ لیټره ډیزلو تیلو ته اړتیا لري.
هغه لوژستیکي، سوداګریز شرکتونه او د تېلو ټانک لرونکي چې د قرارداد ترلاسه کولو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۵:۵۵
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې خبرونو لنډيز

۱- پوهنې وزارت د مسلکي او وړ کادرونو د ګومارنې په موخه، د غوښتونکو د تحصیلي او کاري اسنادو له دقیقې ارزونې وروسته، د ښوونیز نصاب د ۲۲ تخنیکي او تخصصي بستونو لپاره له ۱۶۰ تنو داوطلبانو. . .

BACK TO NEWS