پوهنې وزیر په افغانستان کي د (WB) نړیوال بانک له نوي رئیس سره وکتل

media-moe
جمعه ۱۳۹۸/۴/۲۱ - ۱۹:۲۱
پوهنې وزیر په افغانستان کي د (WB) نړیوال بانک له نوي رئیس سره وکتل

پوهنې وزارت- کابل: د پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي او په افغانستان کي د نړیوال بانک نوي رئیس هنري کرالي سره تعارفي لیدنه وکړه.
دا لیدنه چي نن د چنګاښ ۲۰مه نيته پوهنې وزارت کي تر سره شوه؛ دواړو لورو د ښوونې او روزنې په برخه کي د ګډو همکاریو په دوام او پیاوړتیا خبري وکړي.
پوهنې وزیر په دي لیدنه کي د اقرا بستونو د شکایاتو کمسیون تر سره کیدو خبر ورکړ او ویي ویل چي پوهنې وزارت د دي پروسي د روڼتیا لپاره رسیدلي شکایتونو وڅیړل او یو شمیر بستونه يي مجدد اعلان ته ورکړل.
ډاکتر بلخي د پوهنې وزارت مشرتابه د معیاري زده کړو ترلاسه کولو د هڅو خبر ورکړ او ويي ویل چي د پوهنې لسیزه کی به بنسټیز اصلاحات، نوي تعلیمي نصاب جوړیدل، د مدرسي او ښوونځي نژدي کول او د ښوونې او روزنې فلسفي پلان جوړول له هغو بنسټیزو پروګرامونه څخه دي چي د ښوونې او روزنې په برخه کي به تحول مینځ ته راوړي.
ډاکتر بلخي د یوه معیاري، غوره او پرمختللي ښوونې او روزنې مینڅ ته راوړولو په موخه پوهنې وزارت سره د نړیوال بانک د همکاري او ملاتړ غوښتونکي شو.
په افغانستان کي د نړیوال بانک(WB) نوي رئیس هنري کرالي د افغانستان په ښوونه او روزنه کي د غوره پرمختیاوو څخه خوښي وښوده او یو غوره راتلونکي ته د افغان ماشومانو رسیدل د خپل کار په لمړیتوب کې یاد کړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۶
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین اروزګان ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې د معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني په مشرۍ پلاوي سوېلي ولایتونو ته د رسمي سفر په ترڅ کې اروزګان ولایت ته ورسېد او هلته یې د پوهنې له مسوولینو او د ښوونکو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د قرارداد د پرېکړې د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ مېزونو او څوکیو د تولید په موخه د ۵۷ قلمه خامو موادو برابرولو او پېرلو قرارداد، د ۱۴ میلیونه، ۳۳۸ زره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۹
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو ته درسي مرستندویه توکي ووېشل شول

د یو همکار بنسټ له لوري په پنجشېر ولایت کې ښوونکو ته د ۶۷۱ زره او ۲۷۵ افغانیو په ارزښت د درسي مرستندویه توکو ۱۰۰ کڅوړې ورکړل شوې.
د یادې مرستې موخه د ښوونې او روزنې د بهیر ملاتړ او. . .

BACK TO NEWS