پوهنې وزیر ډاکتر بلخي؛ د ښوونیز پرمختګ لپاره پوهنې خصوصي سکتور ته وده ورکول، د پوهنې لسیزې له موخو څخه دي

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۸/۵/۱۶ - ۱۰:۱۶
MoE

پوهنې وزارت- کابل: د پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي د هوشمند نوین خصوصي لیسې له مدیر، ښوونکو او د افغانستان راتلونکي جوړونې ملي ټولنې سره په لیدنه کې د پوهنې خصوصي سکتور ته وده ورکول یوه آړتیا او د پوهني لسیزي له موخو څخه یاده کړه. د پوهنې وزیر دا لیدنه د ولسې لیدنو په لړ کې تر سره شوه.
ډاکتر بلخي همدارنګه د خصوصي ښوونځيو د مقررې جوړونې کار څخه یادونه وکړه او دولتي او خصوصي ښوونځيو ته د پوهنې وزارت مشرتابه په یو شان پاملرنې ټینګار وکړ.
پوهنې وزیر همدارنګه وویل چې د مدني ټولنو فعالان د پوهنې کورني په شان باید له مونږ سره همکار او د ښوونې او روزنې د کارونو لیدونکي واوسي.
په دې لیدنه کې د هوشمند نوین خصوصي ښوونځي مدیر او د افغانستان راتلونکي جوړونې ټولنې رئیس سید جلال هوشمند د پوهنې وزیر له مثبتو کارونو او راغلو اصلاحاتو څخه ستاینه وکړه او د پوهنې وزارت سره يي پر همکاري ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د قرارداد د پرېکړې د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ مېزونو او څوکیو د تولید په موخه د ۵۷ قلمه خامو موادو برابرولو او پېرلو قرارداد، د ۱۴ میلیونه، ۳۳۸ زره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۹
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو ته درسي مرستندویه توکي ووېشل شول

د یو همکار بنسټ له لوري په پنجشېر ولایت کې ښوونکو ته د ۶۷۱ زره او ۲۷۵ افغانیو په ارزښت د درسي مرستندویه توکو ۱۰۰ کڅوړې ورکړل شوې.
د یادې مرستې موخه د ښوونې او روزنې د بهیر ملاتړ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

په لوګر کې ۲۰۰ یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د لوګر ولایت مرکز اړوند د حصارک لېسې ۲۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته د یوه خیریه بنسټ له لوري درسي توکي ووېشل شول.
د یادې مرستې موخه د اړمنو او یتیمو زده‌کوونکو ملاتړ او زده‌کړو ته. . .

BACK TO NEWS