پکتیا ولایت کې به د پوهنې برخې ټول کار کوونکو ته د کرونا وایروس واکسین ولګول شي

د پوهنې وزارت، پکتیا: د پکتیا ولایت پوهنې رئیس استاد کوچي ځاځي د پوهنې ریاست له یو شمېر غړو سره یو ځای له کرونا وایروس څخه د خوندیتوب په موخه واکسین ولګوو.
پوهنې رئیس د واکسین لګولو پر مهال وویل: موږ تېر ښوونیز کالکې د کرونا وایروس له امله ګڼې ستونزې وګاللې او همدا لامل و، چې تر اوږده ځنډه پورې مو ښوونځي د یاد وایروس څخه د مخنیوي په موخه تړلي و.
پوهنې رئیس زیاته کړه: دا چې له نیکمرغه د نورې نړۍ په څېر اوس زموږ هیواد ته هم د یاد وایروس واکسین را رسېدلی دی، نو اړینه ده، چې هر وګړ د خپل ځان او نورو وګړو، د خوندیتوب په موخه واکسین وکړي او په دې برخه کې خپل انساني رسالت پرځای کړي.
پوهنې رئیس د پوهنې برخې ټولو کار کوونکو ته د واکسین لګول اړین وبلل او یاده چاره یې د کرونا وایروس پر وړاندې د تعلیمي بنسټونو د خوندیتوب لپاره ګټور وګڼله.