پکتیا کې بیرته راستانه شويو کډوالو څخه د تعليمي کچې د تثبیت آزموینه واخیستل شوه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۶ - ۱۳:۵۶
پکتیا کې بیرته راستانه شويو کډوالو څخه د تعليمي کچې د تثبیت آزموینه واخیستل شوه

پوهنې وزارت، پکتیا : د پکتيا پوهنې رياست له لورې له یو شمیر بیرته راستانه شویو کډوالو څخه د تعليمي کچې د تثبیت آزموينه واخيستل شوه.

یادې آزمویني څخه د څارنې په موخه د پوهنې رياست تدريسې مرستیالې روحانيه سحر، د نظارت امر حبيب الله حبيب، دانسجام امر حکمت الله سحر او د مرکزي هستې د نظارت غړو ګډون درلود.

د آزموينې په پيل کې تدريسي مرستیالې روحانيه سحر ګډونوالو ته ډاډ ورکړ، چې آزموينه به شفافه او هر ډول درغلۍ نه پاکه وي، او وې ويل، موږ غواړو چې دلته د زده کړو بهير لا پياوړی شي.

دغه آزموينه د پوهنې رياست د رهبرۍ له لوري په منظم او شفاف ډول د (۸، ۹، ۱۰) ټولګيو لپاره واخيستل شوه، چې د بیلا بیلو سيمو ۶۸۳ تنو راستانه شويو کډوالو په کې ګډون درلود، چې د آزموينې له پایلو وروسته به هر کس د خپلې وړتيا له مخې اړوندو ټولګيو کې شامل شي.

هيره دې نه وي، چې دغه ډول آزموينه هرکال د پوهنې رياست له لورې اخيستل کيږي، او هرکال سلګونه کسانو ته د دې پروسې له لارې د زده کړو زمينه برابريږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

د پوهنې وزارت د غونډو په تالار کې ښوونکو لپاره علمي، اصلاحي او روزنیزه برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تنفیذ مرکزي هیئت او د دعوت او ارشاد ریاست له لوري، د فکري او اخلاقي اصلاح، سالمې ښوونې او روزنې او د اسلامي ارزښتونو د پیاوړتیا په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۱۷
Background image

د غزني ولایت په یوه ښوونځي کې نوي ټولګي جوړ او ترمیم شول

د غزني ولایت ګیلان ولسوالۍ اړوند رسني لېسې د ۱۶ درسي ټولګیو د ترمیم، شپږو نویو درسي ټولګیو جوړولو او څلور جریبه ځمکې پېرلو چارې د ځایي اوسېدونکو په مالي همکارۍ د ۱.۴ میلیون افغانیو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۵۰
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره د څو خبرونو لنډیز

خوست
د خوست ولایت په مرکز کې د نصرت‌مېنې لېسه د ځایي اوسېدونکو په ۵۵ زره افغانیو مالي ملاتړ ترمیم او تجهیز شوه.

ننګرهار
 د ننګرهار ولایت کوټ ولسوالۍ اړوند شهید نورمحمد خان لومړني. . .

BACK TO NEWS