پکتیکا ولایت کې د یو مېلیون افغانیو په لګښت د یوې دیني مدرسې جوړولو کارونه پیل شول

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۰:۲۶
21

د پکتیکا ولایت سر‌روضې ولسوالۍ په یخ‌ګیري سیمه کې د عامو خلکو له لوري د یو مېلیون افغانیو په لګښت، د یو باب دیني مدرسې جوړولو چارې پیل شوې.

د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد د دغې مدرسې جوړولو هرکلی وکړ او دا یې له دین او علم سره د خلکو د مینې او علاقې یوه څرګنده نښه وبلله.

په پام کې ده چې د مدرسې دغه ودانۍ د نورو اړینو اسانتیاوو سره څلور درسي خونې ولري او تر اوسه پورې یې په جوړولو ۳۰۰ زره افغانۍ لګول شوي دي او د کار تر پایه پورې به ۷۰۰ زره نورې افغانۍ لګښت هم پرې راشي.

د پوهنې وزارت مشرتابه د پکتیکا ولایت علم پروره ولس له مالي ملاتړ هرکلی کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۵۹
Background image

د کابل ښار د يوې لېسې نوې ودانۍ جوړولو پروژه وارزول شوه

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمداسحاق مقدس، له خپل تخنیکي پلاوي سره د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند د قلعه حشمت خان لېسې د درې پوړیزې او ۲۴ درسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۶
Background image

په کونړ کې د مدارسو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست له لوري د کونړ ولایت د مدارسو ۱۸۳تنو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره لس ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه.
تمه ده چې د دغې روزنیزې برنامې په ترسره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۴
Background image

په هرات کې یوې لېسې لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم فعال شو

د هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ اړوند مولانا واعظ کاشفي لېسې لپاره د ۱۴۰ زره افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم جوړ او فعال شو؛ څو د ښوونې او روزنې د بهیر پیاوړتیا او ښه والي په برخه کې. . .

BACK TO NEWS