ښوونځیو ته د مجاهدینو د جذب په موخه د تثبيت سويې آزموینه
د ا.ا.ا د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست مجاهدینو ته د زده کړو د اسانتیاوو برابرولو او په رسمي ښوونځیو کې د شمولیت په موخه د اړوند طرزالعمل له مخې د لسم او یوولسم ټولګیو آزموینه واخیستله.
د یاد وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو د آزموينې کميټې مشر، مولوي عبدالواحد واحديار وايي: دغه غوښتونکي چې شمېر يې تر ٢٥٠ پورې رسېده په جهادي فعاليتونو کې د بوختيا له امله د زده کړو له دوام څخه پاتې شوي وو، غواړي خپل درسونه بشپړ کړي.
ګډونوالو د زده کړو او د دوی لپاره د لازمو اسانتیاوو په برابرولو خوښي څرګنده کړه او له نورو م/جاهدینو یې وغوښتل چې له شته فرصتونو څخه اعظمي ګټه پورته کړي؛ عصري او دیني زده کړو ته دوام ورکړي.
تر دې وړاندې د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو رياست د دا ډول پروګرامونو په لاره اچولو سره هېواد ته له راستنېدونکو سلګونو مهاجرينو او مجاهدینو څخه د تثبيت سويې په موخه آزموينه اخيستې او په ټاکلو ټولګيو کې يې د زده کړې د دوام په موخه جذب کړي دي.
