کابل پوهنتون کې د سږ کال د کانکور آزموينې ممتازو زده کوونکو لپاره ستاينغونډه جوړه شوه
په هغه ستاينغونډه کې چې د سږ کال کانکور د ممتازو زده کوونکو لپاره په کابل پوهنتون کې جوړه شوې وه، پکې د پوهنې وزارت د سرچينو او ادارې معين سربېره يو شمېر نورو حکومتي مشرانو هم ګډون درلود.
په ياده غونډه کې د پوهنې وزارت د سرچينو او ادارې معين مولوي صبغت الله وصيل، د ممتازو زده کوونکو په ستاينه او هڅونه خوښي څرګنده کړه او د پوهنې وزارت په استازيتوب يې د هېواد بچيانو لپاره د زده کړو په برخه کې د آسانتياوو برابرول يې له خپلو اساسي موخو څخه وګڼل.
نوموړي ټينګار وکړ چې د هېواد پوهنيز نظام د پرمختګ په برخه کې به نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.
د سرچينو او ادارې معين تېر تاريخ او قربانيو ته په کتلو، مدرسه او منبر د اسلام د دښمنانو په مقابل کې د غازيانو د راپورته کېدلو او قربانيو لومړني مرکزونه وبلل.
په پای کې نوموړي د ديني او عصري علومو زده کړه د هېواد او خلکو د هوساينې او پرمختګ لپاره يوازيني بنسټيزه لاره وبلله او په دې برخه کې يې له خپل لوري د هر ډول آسانتیاوو برابرولو ژمنه وکړه.
په ورته مهال، د کانکور ممتازو زده کوونکو هر يو په خپل وار د دوی د ستاینې په تړاو خوښي څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه چې د اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې به د خپل هېواد په آبادۍ او پرمختګ کې خپل ملي او اسلامي رول ولوبوي.