کابل ښار کې د ۲،۵مېلیونه افغانیو په لګښت د یو باب ښوونځي ودانۍ ترمیم شوه

د کابل ښار په آتمه ښوونیزه ناحیه کې د عبدالرحیم غفورزي عالي لېسې د بیارغونې چارې چې څه موده وړاندې د یو علم پروره شخصیت له لوري د ۲ مېلیونه ۵۸۲ زره ۶۲۱ افغانیو په لګښت پیل شوې وې، بشپړې شوې. په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د کابل ښار پوهنې رئیس قاري عبدالباسط حقاني او نورو مسئولینو له پوهنې سره د خلکو د همکارۍ او ملاتړ په اړه خبرې وکړې او دغه کار یې له صدقه جاریه نېکو اعمالو څخه وباله. دغه راز مسئولینو د هېواد د ماشومانو لپاره د لازمو ښوونیزو او روزنیزو آسانتیاوو برابرولو په موخه، د پوهنې وزارت د هر اړخیز چمتووالي ډاډ ورکړ. د سيمې خلکو هم د ياد ښوونځي پر بيارغونې خوښي څرګنده کړه او د پوهنې وزارت څخه يې مننه وکړه، چې د دوی بچیانو ته يې د زده کړې مناسب چاپېريال برابر کړی دی.