کندهار ولایت کې د دوو دیني مدارسو پرانیستنه وشوه

د کندهار د پوهنې ریاست مسئولین وايي: د دغه ولايت د پنجوايي ولسوالۍ په ناخوني کلي کې د حضرت الياس او محمديه الحنفيه دارالقرآن په نومونو دوه دیني مدرسې پرانيستل شوې.
د يادو ديني مدارسو د پرانيستې په مراسمو کې د پوهنې رياست مسوولينو، د قبایلو چارو رئيس، ديني عالمانو او د دغه ولايت ولسي مشرانو برخه اخيستې وه.
ويناوالو د يادو دیني مدارسو پر جوړېدو د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ د ديني علومو پر ارزښت او په ټولنه کې د علماوو پر مقام تفصیلي ویناوې وکړې او د يادې ولسوالۍ له اوسېدونکو يې وغوښتل، چې خپل اولادونه په دیني مدارسو کې شامل کړي.
د يادونې وړ ده، چې په يادو مدارسو کې ټولټال ۳۷۲ تنه نارينه او ښځينه زده کوونکي په دوو وختونو کې زده کړي کوي، چې د ۹ تنو استادانو له لوري ورته تدريس کېږي.