All News
د غزني ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې د یو دارالحفاظ لپاره جومات جوړ شو
د غزني ولایت ګیلان ولسوالۍ اړوند د انوارالعلوم دارالحفاظ لپاره د یو محراب جومات جوړولو چارې په دې وروستیو کې بشپړې او د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
دغه پروژه چې. . .
د کابل ولایت په ګلدرې ولسوالۍ کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه
د کابل ولایت ګلدرې ولسوالۍ اړوند د کدوله لومړني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ د ۹ میلیونه ۸۵۶ زره او ۹۲۱ افغانیو په لګښت جوړه شوې وه، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو. . .
په پکتیا ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره د کتابتون جوړولو چارې پیل شوې
د پکتیا ولایت زرمت ولسوالۍ اړوند د حبیبالله زرمتي لېسې لپاره د یوه کتابتون جوړولو بنسټ ډبره د یاد ولایت پوهنې مسووینو په حضور کې کېښودل شوه.
دغه کتابتون چې د ۲ میلیونه او ۸۸۰ زره. . .
د لوګر ولایت پلعلم ښار الویزي سیمې اوسېدونکو پوهنې ریاست ته ۳ جریبه ځمکه وقف کړه
د لوګر ولایت مرکز پلعلم ښار اړوند د الویزي سیمې اوسېدونکو د حضرت ابو عبیده بن جراح (رض) لومړني ښوونځي د ودانۍ جوړولو لپاره ۳ جریبه ځمکه وقف کړه، چې ارزښت یې شاوخوا ۲.۱ میلیونه افغانۍ. . .
د لوګر ولایت اړوند سیمه کې د یو باب ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه
د لوګر ولایت برهکي برک ولسوالۍ اړوند د شاه مزار کلي د شهید محمد انور لومړني ښوونځي نوې ودانۍ، د پوهنې مسئولینو، علماءکرامو، قومي مخورو، ښوونکو او زدهکوونکو په ګډون د یوې غونډې په ترڅ. . .
په غزني ولایت کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ کېښودل شو
د غزني ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې د میانه علیاتو سیمې اړوند د طلوع منځني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه.
دغه ښوونځی چې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ د ۷ میلیونه افغانیو په لګښت. . .
په غزني ولایت کې د څه باندې ۱ میلیون افغانیو په لګښت د ۲ بابه ښوونځیو بیارغونه بشپړه شوه
د غزني ولایت مالستان ولسوالۍ اړوند د سوکه او لعلچک لېسو د ترمیم او تجهیز پروژې، چې څه موده وړاندې د بهر مېشتو خیر غوښتونکو په مالي ملاتړ د ۱ میلیون ۲۵ زره او ۴۱۲ افغانیو په لګښت پیل شوې. . .
په نیمروز ولایت کې یوه ښوونځي لپاره نوې ودانۍ و پېرل شوه
د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار کلوخک کلي اړوند د اخترمحمد خان لومړني ښوونځي لپاره یوه ودانۍ د یاد ولایت یو تن علمپرور شخصیت محترم الحاج نظیراحمد نورزاد له لوري وپېرل شوه.
پورته ذکر شوې. . .
رسنیز بلنلیک
ټاکل شوې ده چې د پوهنې وزارت او د افغان پوسټ امارتي شرکت ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک د یاد وزارت د یو شمېر معینانو او مرکزي رئیسانو په حضور کې لاسلیک شي.
وخت: د یکشنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۱۲/۷ هـ. . .
