All News
د پکتیکا ولایت د یو شمېر ښوونځیو د ۱۷۰۰ تنو زده کوونکو لپاره د وړیا زده کړو کورسونه جوړ شول
د پکتیکا ولایت پوهنې رئیس مولوي عبدالوکیل خالد په وینا، د ارګون ولسوالۍ اړوند علي خېلو د سیمې ځوانانو او د محصلینو اتحادیې له لوري، د ۱۷۰۰ تنو زده کوونکو په ځانګړې توګه یتیمو او بې وزله. . .
کابل ولایت کې د څه باندې ۴ مېلیونه افغانیو په لګښت د ۳ بابه ښوونځیو ودانۍ ترمیم شوې
د پوهنې وزارت چارواکي وايي، په روان لمریز کال کې د کابل ولایت موسهي او شکردرې ولسوالیو اړوند ۳ بابه ښوونځي بیارغول شوي او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.
د مسئولینو په وينا، د يادو. . .
د ولایتونو پوهنې کړنو ته لنډه کتنه
- لوګر ولایت:
د پوهنې وزارت د متخصصینو له خوا د لوګر ولایت پوهنې ریاست ۱۵ تنو آمرینو او کلیدي کارکوونکو ته د وړتیا لوړونې درې ورځنی ورکشاپ جوړ شو.
- هرات ولایت:
د پوهنې ریاست د. . .
پکتيا ولايت کې د يو مېليون افغانيو په لګښت د ۴ بابه ښوونځيو لپاره کمپيوټرخونې جوړې شوې
د پکتیا ولایت اریوب ځاځي ولسوالۍ اړوند د بيان خېل، مرکزي اریوب، روکيان او ګلغنډۍ ښوونځيو د کمپيوټر خونو او تخنيکي لوازمو د ترميم چارې، د يو مېليون افغانيو په لګښت د ځايي خلکو په همکارۍ. . .
بامیان ولایت کې د ۸۰۰ زره افغانیو په لګښت۲ جرېبه ځمکه د یو باب ښوونځي جوړولو لپاره وقف شوه
د بامیان ولایت په کهمرد ولسوالۍ کې د لورنج منځني ښوونځي د ودانۍ لپاره ۲ جرېبه ځمکه، د همدې ولسوالۍ د غلام حسین د اولادونو له خوا د ۸۰۰ زره افغانیو په لګښت وقف شوه او اسناد یې د پوهنې. . .
د هیواد د تودو ولایتونو د درېیمو ټولګيو زده کوونکو د تعلیمي کچې ارزونې ورکشاپ پیل شو
د پوهنې وزارت د معیاري آزموینو او پایلو ارزونې د څانګې متخصصینو، کارپوهانو او علمي غړو، د تودو ۱۰ ولایتونو (هلمند، فراه، نیمروز، فاریاب. جوزجان، سرپل، بغلان، ننګرهار، لغمان او کونړ) د. . .
د کابل ولایت او ښار د مدرسینو مسلکي پراختیا غړو لپاره مسلکي سیمینار پای ته ورسېد
هغه ۶ ورځنی سیمینار چې څه موده وړاندې د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت له لوري، د کابل ښار او ولسوالیو د مدرسینو د مسلکي پراختیا ۸۰ تنو علمي غړو وړتیا لوړولو په موخه په لاره اچول. . .
بلخ ولایت کې له څو بابه ښوونځیو سره د ۵۰۰ زره افغانیو مرسته وشوه
د بلخ ولایت پوهنې ریاست مسئولین په یوه خبرپاڼه کې خبر ورکوي چې؛ د پوهنې د یو ملاتړ بنسټ په مرسته د ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت، د یاد ولایت د مرکز او او نهرشاهي ولسوالۍ اړوند د ګویمار، قلعه. . .
لوګر ولایت کې د ښوونځیو زده کوونکو لپاره ۳ میاشتنی ژمنی کورس جوړ شو
د لوګر ولایت محمداغې ولسوالۍ د یو تن علم پرور شخصیت په همکارۍ، د یادې ولسوالۍ په مغل خېل لېسه کې، د زده کوونکو تعلیمي کچې لورولو په موخه درې میاشتنی ژمنی کورس، د ۱۳۵ زره افغانیو په لګښت. . .