د مدني ټولنو یو شمیر غړو د پوهنې وزیر له مثبتو کارونو څخه ستاینه وکړه

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۸/۵/۱۶ - ۱۰:۱۶
MoE

پوهنې وزارت- کابل: د مدني ټولنو یو شمیر غړو د پوهنې وزیر ډاکتر محمد میرویس بلخي سره په لیدنه کې د ښوونې او روزنې په برخه کې د مثبتو اصلاحاتو او غوره ښوونیزو خدمتونو د راوستلو په موخه د پوهنې له وزیر څخه ستاینه وکړه.
د پوهنې وزیر دا لیدنه د ولسي لیدنو په لړ کې تر سره شوه.
ډاکتر بلخي د مدني ټولنو غړي د پوهنې همکار یاد کړل، او له هغوي څخه يې وغوښتل چې د کتایونو کور په کور راټولولو په کمپایل کې، د ښوونځي څخه د پاتې ماشومانو په ځانګړي ډول د نجونو شاملیدو لپاره د پوهاوي پروګرامونو تر سره کول، او د مور او پلار، ښوونځيو شوراوو د ملګریتا کلتور ته وده ورکول د زده کوونکو سره د سمون د لارو چارو را مینځ ته کولو په موخه همکاري وکړي.
پوهنې وزیر همدارنګه د پوهنې وزارت او مدنې ټولنو ترمینځ د همکاري طرحې د وړاندي کولو خبر ورکړ.
د مدني ټولنو غړو په دې غونډه کې د ډاکتر بلخي له وړاندیزونو څخه هر کلۍ وکړ او د پوهنې وزارت سره يي په دوامداره همکاري ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۴
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې خبرونو لنډيز

۱-د لغمان ولایت په فرشغان ولسوالۍ کې د منجغان لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې د درې بسوې ځمکې په ساحه کې پیل شوې.
 دغه ځمکه د سیمې د علم‌پرورشخصیت حاجي سید علي له خوا وقف شوې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۲
Background image

په لوګر ولایت کې د یوه ښوونځي د درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت مرکز جباري کلي کې د «احرار لومړني ښوونځي» لپاره د څلورو درسي خونو او یوه دهلیز جوړولو کارونه د شاوخوا ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ پیل شول.
د یاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۴۹
Background image

په کابل ښار کې د ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي ورکشاپ پیل شو

د کابل ښار پوهنې ریاست په همغږۍ او د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د ښوونځیو د ۲۳۷تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي او تخنیکي ورکشاپ پیل شو.
یاد ورکشاپ د ښوونکو د. . .

BACK TO NEWS