د ننګرهار ولایت په تودو سیمو کې نوی ښوونیز کال پېل شو

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۸/۶/۲۰ - ۱۲:۵۹
د ننګرهار ولایت په تودو سیمو کې نوی ښوونیز کال پېل شو

پوهنې وزارت_ننګرهار: دننګرهار ولایت په ټودو سیمو کې نوي ښوونیز کال د ښوونځي د زنګ په ګړنکولو سره پیل شو.
په هغه په مراسمو کې چې له همدې امله د جلال اباد ښار د چکنوریو په لېسه کې جوړ شوي و د پوهنې رئیس حسیب الله شینواري په تودو سیمو کې د نوي ښوونیز کال د پیل له امله د مبارکۍ ترڅنګ په تیر یوه کال کې د پوهنیز بهیر پر لاسته راوړنو، ننګونو او ستونزو خبرې وکړې ویې ویل سره له دې چې تیر کال له امنیتي پلوه له ستونزو او مشکلاتو ډک کال و، خو پوهنې ریاست د کارمندانو د زيار، د ښه مدیریت او ټولو همکارانو د همغږۍ له امله لاسته راوړنې هم لرلې.
هغه وویل په تېرکال کې دنجونو زده کړو ته ځانګړې پام شوی او د لومړي ځل لپاره په لرې پرتو او نا امنه سیمو کې ښځینه قرار دادي ښوونکې پر دندو وګومارل شوې او همدارنګه د نجونو د ښوونځیو بیا رغاونې او ستونزو هواري ته لومړیتوب ورکړل شوی دی .
پوهنې ریس وویل دا لومړی ځل دی چې په ننګرهار ولایت کې دیو کال په موده کې د ۲۰۸ بابه ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړولو کار پیل شوی، چې دروان کال تر پایه به دا شمیر ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
ښاغلي شینواری زیاته کړه په معارف کې د ولس راګډول د تیر کال بله لاسته راوړنه وه چې له دې لارې مو معارف ته ځمکو په ګډون ډیرې مرستې راټولې کړې.پوهنې ریس په ښوونځیو کې د کتابونو کمښت، په ځینو سیمو کې نا امنۍ، دښوونکو، ودانیو، احاطو، څښاک اوبو او نورو ممدو درسي موادو کمښت، دهغه ستونزو په توګه یاد کړل چې معارف ورسره مخامخ دی خو ډاډ یې ورکړ چې په دې وروستیو کې پوهنې وزارت خواوشاه دولس نیم ملیونه کتابونه چاپ کړي چې ډیر زر به دننګرهار سهم راورسیږي او دوې به یې ښوونځیو ته ولیږي.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل د نوي ښوونیز کال د مبارکۍ ورکولو سربېره په خپلو خبرو کې دننګرهار پوهنې ریس او مشرتابه نه په معارف کې د ډیرو پر مختګونو له امله مننه وکړه
. ننګرهار والي وویل بی له شکه چې تېر کال له امنیتي پلوه ستونزی موجودې وې چې خوشبختانه د امنیتی ځواکونو د عملياتو په نتيجه کې ډيرې ولسوالۍ تصفيه شوي او بند ښوونځي پرانيستل شول، نوموړي هم د ښوونکو کمښت او د کافي بودجې نه شتون د یوې ستونزی په توګه یاد کړل خو پر شتمنو یې غږ وکړ چې د خپل معارف ترشاه ودریږي او دښوونکو دکمښت او نورو اړتیاو په پوره کولو کې معارف ته اوږه ورکړي.
شاه محمود میاخیل له خلکو وغوښتل که پر خپلو اولادونو سمه پانګونه وکړئ نو پایله به هم سمه وي.
غونډه دبي بي زینب او چکنوریو لېسو زده کوونکو د په زړه پورو ترانو په ویلو او د ښوونځیو دپېل زنګ په کړنګولو سره پایته ورسیده .
د یاده ولو وړ ده ، چې دننګرهار ولایت په تودو سیمو کې ۶۲۶ ښوونځیو موجودي دي، چې په دغو ښوونځیو کې ۶۱۰۷۹۰ تنه زده کوونکي چې ۲۲۱۱۹۹ تنه یې نجونې دي پر زده کړو بوخت دي چې درسي بهیر یې د ۱۷۶۹ میرمنو په ګډون د ۱۱۶۶۵ تنو ښوونکو له لورې پر مخ بیول کیږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۴:۵۹
Background image

د پوهنې وزارت د پلټنې رئیس په رسمي سفر غزني ولایت ته لاړ

د پوهنې وزارت د پلټنې رئیس محترم قاري عتیق الله مؤذن غزني ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د پوهنې له رئیس محترم الحاج مولوي میر نصیر احمد حسیني سره وکتل.
د غونډې په پیل کې، د غزني ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۴:۵۶
Background image

پکتیکا ولایت کې د ۶۰ مېلیونه افغانیو په لګښت د ۱۰ بابه مدارسو او ښوونځیو نوې ودانۍ پرانیستل شوې

د پکتیکا ولایت په فرضي ډیورنډ کرښې پورې اړوندو ولسوالیو کې، د ۹ بابه ښوونځیو او یوې دیني مدرسې لپاره نوې ودانۍ جوړې او په رسمي ډول د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۴:۵۳
Background image

د کابل ښار ښوونځیو یو شمېر زده‌کوونکو ته قرطاسیه ووېشل شوه

د کابل ښار پوهنې ریاست سره په همغږۍ او د یوې همکارې ادارې په مالي ملاتړ، د کابل ښار اړوندو بېلابېلو ښوونځیو ۳۶۰ تنو زده‌کوونکو ته قرطاسیه ووېشل شوه، چې ورسره هم‌مهاله د شپاړسو تعلیمي. . .

BACK TO NEWS