پوهنې وزیر ډاکتر بلخي د کابل ښار افغان- سویس ۲ نمبر خصوصي لیسې څخه لیدنه وکړه

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۸/۸/۵ - ۱۴:۱۸
پوهنې وزیر ډاکتر بلخي د کابل ښار افغان- سویس ۲ نمبر خصوصي لیسې څخه لیدنه وکړه

پوهنې وزارت- کابل: پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي د افغان- سویس ۲ نمبر خصوصي لیسې څخه د لیدنې په ترڅ کې ټينګار وکړ چې د پوهنې وزارت لپاره دولتي او غیر دولتي ښوونځي یو شان ځای لري.
پوهنې وزیر د یادې لیسې له ټولګیو څخه د لیدنې ترڅنګ له زده کوونکو سره د غوره او مسلکي راتلونکي لپاره د زده کړې او تصمیم نیونې اهمیت په اړه خبرې وکړې.
پوهنې وزیر ډاکتر بلخي څرګنده کړه چې د افغانستان د ژغورنې یواځینۍ لار د سواد زده کړه ده او د همدې په موخه له زده کوونکو څخه یې وغوښتل چې په خوښۍ، زړورتیا او هوښیارۍ د ښوونې او روزنې لاره غوره کړي.
په دې لیدنه کې د یادې لیسې مدیر، ښوونکو او زده کوونکو، خصوصي ښوونځيو ته د پوهنې وزیر له پاملرنې څخه ستاینه وکړه او د پوهنې وزیر سره یې خپلې ستونزې شریکې کړې.
د یادونې وړ ده چې د افغان- سویس ۲ نمبر خصوصي ښوونځۍ د کابل ښار په ۱۷ تعلیمي حوزه کې موقعیت لري او د ۳۰۰ شااوخوا نجونې او هلکان زده کوونکې په کې زده کړه کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د قرارداد د پرېکړې د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ مېزونو او څوکیو د تولید په موخه د ۵۷ قلمه خامو موادو برابرولو او پېرلو قرارداد، د ۱۴ میلیونه، ۳۳۸ زره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۹
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو ته درسي مرستندویه توکي ووېشل شول

د یو همکار بنسټ له لوري په پنجشېر ولایت کې ښوونکو ته د ۶۷۱ زره او ۲۷۵ افغانیو په ارزښت د درسي مرستندویه توکو ۱۰۰ کڅوړې ورکړل شوې.
د یادې مرستې موخه د ښوونې او روزنې د بهیر ملاتړ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

په لوګر کې ۲۰۰ یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د لوګر ولایت مرکز اړوند د حصارک لېسې ۲۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته د یوه خیریه بنسټ له لوري درسي توکي ووېشل شول.
د یادې مرستې موخه د اړمنو او یتیمو زده‌کوونکو ملاتړ او زده‌کړو ته. . .

BACK TO NEWS