ننګرهار پوهنې ریاست د کتاب ټولونې په کمپاین کې سلګونه ټوکه کتابونه تر لاسه کړي دي

media-moe
دوشنبه ۱۳۹۸/۸/۱۳ - ۱۵:۱
ننګرهار پوهنې ریاست د کتاب ټولونې په کمپاین کې سلګونه ټوکه کتابونه تر لاسه کړي دي

د پوهنې وزارت _ننګرهار: څه موده مخکې د ننګرهار پوهنې ریس حسیب الله شینواري په ښوونځیو کې د کتابونو دکمښت ستونزې ته په پام سره دپوهنې ریاست په مرکزي هسته او اړوندو پوهنې امریتونوکې ټولو کارکوونکو ته سپارښتنه وکړه چې دښوونځیو داړتیا وړ کتابونو په راټولولو کې مرسته وکړي او دا پیغام ټولو هغو کورنیو ته ورسوي چې په کورونو کې ورسره دښوونځي د اوسني نصاب شامل کتابونه له اړتیا پرته موجود وي .دهمدې سپارښتنې له مخې د کتاب ټولونې کمپاین پېل او دوام لري .تر اوسه ددغه کمپاین په ترڅ کې سلګونه ټوکه د ابتدایی،متوسطې او لېسې دورې کتابونه راټولو او په هر ښوونځي کې د یوې ځانګړې کمیټې له لورې زده کوونکوته ویشل شویدي.
دکتاب ټولونې دا کمپاین لا هم دوام لري او اټکل کیږي چې په زیاته اندازه اړتیا وړ کتابونه به راټول او پر زده کوونکو به وویشل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۵:۳۹
Background image

د کابل ښار د ښوونځیو له مدیرانو سره علمي او مسلکي ناسته ترسره شوه

د کابل ښار پوهنې ریاست لخوا د ښوونیزو چارو لا ښه تنظیم، د تعلیم کیفیت لوړولو، اداري چارو د پیاوړتیا او د ښوونځیو د مدیریت د اغېزمنتیا زیاتولو په موخه، د ښار د ۱۶ ګونو ښوونیزو ناحیو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۵:۳۶
Background image

د میدان وردګ ولایت د پوهنې ریاست اداري کارکوونکو لپاره د وړتیا لوړونې پروګرام پلی شو

د میدان وردګ ولایت پوهنې ریاست اړوندو ۵۲ تنو اداري کارکوونکو لپاره د ادارې او مدیریت په برخه کې درې ورځنی علمي او روزنیز سیمینار پیل شو.
د یاد ولایت پوهنې رئیس مولوي الحاج عبدالحق حقاني. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۵:۳۲
Background image

د لوګر ولایت د دیني مدارسو له بې‌سرپرسته زده‌کوونکو سره د جامو مرسته وشوه

د یوې خیریه ادارې له لوري د لوګر ولایت د دیني مدارسو ۳۰ تنو بې‌سرپرسته او بې‌وزله زده‌کوونکو ته د جامو مرسته ووېشل شوه.
د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په وینا، د مرستې په دې کڅوړو کې، چې. . .

BACK TO NEWS