د لوګر د پوهنې ریاست له خدماتي کارکوونکو سره مرسته وشوه

media-moe
شنبه ۱۳۹۸/۹/۳۰ - ۱۰:۵۷
د لوګر د پوهنې ریاست له خدماتي کارکوونکو سره مرسته وشوه

د پوهنې وزارت_لوګر: د لوګر ولایت د پوهنې ریاست اړوند له ۳۱ بېوزلو او اړمنو خدماتي کارکوونکو سره د غنمو او وریجو مرسته وشوه.
دغه مرسته د پوهنې ریاست په غوښتنه د ولایت مقام تر لارښوونې ورسته د بېړنیو پېښو سره د مبارزې ادارې وکړه.
په دې مرسته کې په هر یوه خدماتي کار کوونکي ۱۴ منه غنم او ۷ منه وریجې د ځانګړې کمېټې له خوا ووېشل شول.
د لوګر د پوهنې سرپرست رئیس نثاراحمد سیدي د یادې مرستې د ویشلو پر مهال له مرسته کوونکې ادارې مننه وکړه.
هغه وویل،چې په راتلونکې کې به د یو شمېر ښوونځیو له بېوزلو او اړمنو خدماتي کارکوونکو سره هم ورته مرستې وشي.
د پوهنې ریاست خدماتي کارکوونکو پر دغې مرستې خوښي څرګنده کړه او له حکومت نه یې د نورو مرسته غوښتنه هم وکړه.
د یادونې وړده، چې له دې مخکې هم د لوګر د پوهنې ریاست له یو شمېر خدماتي کارکوونکو سره ورته مرستې شوې دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۱:۲۱
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونیز نصاب ریاست د ۲۲ خالي بستونو لپاره رقابتي ازموینه واخیستل شوه

د پوهنې وزارت اړوند د ښوونیز نصاب ریاست لپاره د ۲۲ تخصصي او مسلکي خالي بستونو د ډکولو په موخه له شاوخوا ۱۶۰ تنو نوماندانو څخه رقابتي ازموینه واخیستل شوه.
په همدې مناسبت جوړو شوو مراسمو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۱:۱
Background image

اعلان داوطلبی

ریاست معارف ولایت کابل از تمام داوطلبان واجد شرایط دعوت مینماید تا در پروسه داوطلبی ترمیمات 5 باب مکاتب  یک باب دارالعلوم مربوطه خویش در ولسوالی های بگرامی، پغمان، گلدره، میربچه کوت، ده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۸:۳۰
Background image

داوطلبۍ اعلان

د کابل ولایت پوهنې ریاست په شرايطو برابر ټولو داوطلبانو څخه غوښتنه کوي، چې د ۵ بابه ښوونځیو او ۱ باب دارالعلوم د ترمیماتو په داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړي. دغه ښوونځي په بګرامي، پغمان،. . .

BACK TO NEWS