پوهنې وزارت او د پلچرخي مرکزي زندان یو هوکړه لیک لاسلیک کوي.

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۷ - ۹:۲۰
پوهنې وزارت او د پلچرخي مرکزي زندان یو هوکړه لیک لاسلیک کوي.

پوهنې وزارت ــ کابل: پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي او د پلچرخي د مرکزي زندان رئیس مل پاسوال اختر محمد نورزوي ترمینځ په یوه ګډه لیدنه کې، د همکاریو د هوکړه لیک لاسلیکولو په اړه خبرې اترې وکړې.

دا لیدنه چې د پوهنې وزارت په کوربتوب ترسره شوه، په پلچرخي زندان کې د یوې لیسې د جوړولو، د پلچرخي زندانیانو حرفوي فعالیتونو لکه د میز او څوکیو جوړولو لپاره د بازار څخه د ګټه اخیستلو او د سواد زده کړو کورسونو او درسي ټولګیو د جوړولو په اړه خبرې اترې وشوې.

پوهنې وزیر وویل چې د پوهنې وزارت او پلچرخي زندان ترمینځ دوه اړخیزې همکارۍ به د هوکړه لیک په لاسلیکولو پیاوړې شي.

د پلچرخي زندان رئیس مل پاسوال اختر محمد نورزوی هم په دې لیدنه کې وویل چې د پلچرخي په مرکزي زندان کې ۸۹۰ زده کوونکي په ۸ کورسونو او ۲ وختونو کې په مختلفو مضمونونو کې روزل کیږي.

د پلچرخي مرکزي زندان رئیس په توقیف خونو او زندانونو کې د سواد زده کړې پراختیا په برخو کې د پوهنې وزارت له همکاریو څخه ستاینه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۵:۳۹
Background image

د کابل ښار د ښوونځیو له مدیرانو سره علمي او مسلکي ناسته ترسره شوه

د کابل ښار پوهنې ریاست لخوا د ښوونیزو چارو لا ښه تنظیم، د تعلیم کیفیت لوړولو، اداري چارو د پیاوړتیا او د ښوونځیو د مدیریت د اغېزمنتیا زیاتولو په موخه، د ښار د ۱۶ ګونو ښوونیزو ناحیو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۵:۳۶
Background image

د میدان وردګ ولایت د پوهنې ریاست اداري کارکوونکو لپاره د وړتیا لوړونې پروګرام پلی شو

د میدان وردګ ولایت پوهنې ریاست اړوندو ۵۲ تنو اداري کارکوونکو لپاره د ادارې او مدیریت په برخه کې درې ورځنی علمي او روزنیز سیمینار پیل شو.
د یاد ولایت پوهنې رئیس مولوي الحاج عبدالحق حقاني. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۵:۳۲
Background image

د لوګر ولایت د دیني مدارسو له بې‌سرپرسته زده‌کوونکو سره د جامو مرسته وشوه

د یوې خیریه ادارې له لوري د لوګر ولایت د دیني مدارسو ۳۰ تنو بې‌سرپرسته او بې‌وزله زده‌کوونکو ته د جامو مرسته ووېشل شوه.
د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په وینا، د مرستې په دې کڅوړو کې، چې. . .

BACK TO NEWS