په پکتیکا کې د یو ښوونځي ودانۍ پرانېستل شوه

media-moe
شنبه ۱۳۹۹/۳/۱۷ - ۱۱:۱۱
د پوهنې وزارت_پکتیکا: د پکتیکا ولایت د مرکز اړوند د نجونو د صلحي مرکزي لیسي نوې جوړه شوې ودانۍ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.  د یاد ښوونځي نوې ودانۍ په دوه نیم جریب ځمکه کې په پاخه او اساسي ډول د هندوستان هیواد په مالي مرسته د ۲۰ میلیونو افغانیو په مجموعي لګښت د یو کال په موده کې جوړه شوې، چې ۱۲ درسي ټولګي، ۴ اداري خونې، کمپیوټر لب، لابراتوار او نورې اړوندې ټولې آسانتیاوې لري.  په همدې تړاو جوړه شوې غونډه کې د پکتیکا ولایت مرستیال والي انجینر شیر پاد شاه ارګوني، دپوهنې رییس انجینر محرا

د پوهنې وزارت_پکتیکا: د پکتیکا ولایت د مرکز اړوند د نجونو د صلحي مرکزي لیسي نوې جوړه شوې ودانۍ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د یاد ښوونځي نوې ودانۍ په دوه نیم جریب ځمکه کې په پاخه او اساسي ډول د هندوستان هیواد په مالي مرسته د ۲۰ میلیونو افغانیو په مجموعي لګښت د یو کال په موده کې جوړه شوې، چې ۱۲ درسي ټولګي، ۴ اداري خونې، کمپیوټر لب، لابراتوار او نورې اړوندې ټولې آسانتیاوې لري.

په همدې تړاو جوړه شوې غونډه کې د پکتیکا ولایت مرستیال والي انجینر شیر پاد شاه ارګوني، دپوهنې رییس انجینر محراب الدین شفق، د ولایتي شورا یو شمیر وکیلانو، قومي مخورو، دیني علماوو، ځوانانو او د یاد ښوونځي ښوونکو ګډون درلود.

مرستیال والي په خپلو خبرو کې د ښوونځي د نوې ودانۍ د پرانېستو له امله د سیمې اوسېدونکو ته مبارکي وویله او له ولسونو یې وغوښتل، چې د خپلو ماشومانو د ښوونې او روزنې په برخه کې جدې هڅې وکړي.

د پکتیکا د پوهنې رییس د یادې سیمې خلکو ته ډاډ ورکړ، چې د اولادونو لپاره به یې د باکیفیته زده کړو اسانتیاوې برابرې او په دې برخه کې له پخوا هڅې ګړندۍ کړي دي. نوموړي په روان کال کې له معارف سره د ولس مرستې او همکارۍ وستایلې او په راتلونکي کې یې هم د ورته همکاریو غوښتونکی شو.

انجینر محراب الدین شفق هیله څرګنده کړه، چې په دې ولایت کې د پوهنې روان بهیر ورځ تر بلې د پرمختګ په حال کې دی او ددې پرمختګ لوی راز یې د ولسونو همکاري یاده کړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۲۵
Background image

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس بدخشان ولایت ته په رسمي سفر لاړ

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس محترم مفتي عبدالحلیم حلیمي، چې د یو رسمي سفر په ترڅ کې بدخشان ولایت ته تللی، د یاد ولایت له  پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي نصرت‌الله فیضاني سره وکتل او خبرې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۲۲
Background image

په غزني ولایت کې د شاوخوا یو میلیون افغانیو په لګښت یوه دیني مدرسه جوړېږي

 د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند په خاربلاق کلي کې د «بدرالشهدا» مدرسې بنسټ ډبره،
 د پوهنې مسوولینو او د سیمې اوسېدونکو په حضور کې کېښودل شوه.
یاده مدرسه د سیمې خلکو په مالي همکارۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۱۰
Background image

د پکتیکا ولایت په یوه دیني مدرسه کې د درسي ټولګیو او کتابتون جوړولو چارې پیل شوې

د پکتیکا ولایت په بکخېل ولسوالۍ کې « د فیض المدارس حمیدیه دیني مدرسې» لپاره د درسي ټولګیو او یو کتابتون جوړولو کارونه پیل شوي، چې ارزښت یې ۳۵۰ زره افغانۍ دی او د سیمې د خلکو په مالي. . .

BACK TO NEWS