د کنړ د پوهنې په ریاست او ښوونځیو کې د پاکوالي حشر تر سره شو
د پوهنې وزارت_کنړ: د پوهنې وزارت د محترم مقام د لارښووني په اساس دهیواد په کچه د ښوونځیو دفترونو اوکار ځایونو پاکولو په موخه د کنړ ولایت د پوهنې ریاست مشرانو، کارکوونکو، زده کوونکو، ښوونکو، د ښوونځیو د شورګانو استازو اوځوانانو د ښوونځیو، دفترونو اوکارځایونو په پاکولو په ګډ کار کې برخه واخیسته.
د کنړ د پوهنې رییس استاد مجیب الرحمان (همدرد) په وینا دا چې پاکي اوصفایې د ایمان برخه ده نو د کنړ معارف هم د همدې ثواب په نیت د ښوونځیو اوکار ځایونو د پاکولو ګډ کار د کنړ د پوهنې ریاست د انګړه پیل او د ښوونځیو تر ودانیو پورې هر څه صفا اوپاک شول.
د کنړ پوهنې په ریاست کې د پاکونې کار په ډیر لوړ احساس، همغږي اوګډې همکارۍ ترسره شو، چې په نتیجه کې ښوونځي دفترونه اوکار ځایونه ښکلي او ښایسته شول.
