د غزني ولایت د ښوونځیو زده کوونکو ته د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په موخه ورکشاپ ورکړل شو

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۷ - ۹:۴۰
د غزني ولایت د ښوونځیو زده کوونکو ته د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په موخه ورکشاپ ورکړل شو

د پوهنې وزارت_غزني: د غزني ولایت په مرکز پورې اړوند ښوونځیو کې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په موخه ورکشاپ په لاره واچول شو.

ياد ورکشاپ د یونیسف موسسې لخوا د غزني ولایت په مرکز پورې اړوند ښوونځیو ته د پوهنې ریاست په همغږۍ جوړ شوی، چې شاو خوا ۱۰۰۰ تنه د دولسم ټولګي زده کوونکي به د کرونا ویرس د خپریدو د مخنیوي پر موخه د عامه پوهاوي تریننګ وویني.

یاد ورکشاپ د پوهنې ریاست او یونیسف موسسې استازو په شتون کې د جهان ملکې د ښوونځې په انګړ کې پیل شو.

د پوهنې ریاست د نشراتو مدیر شفیق الله قاري زاده یاد ورکشاپ د کرونا ویروس د مخنیوي پر موخه اغیزناک وباله، او د ټولو ګډون والو نه یې وغوښتل چې په ورکشاپ کې زده کړل شوي مسیجونه باید د ټولنې له نور غړو سره شریک شي، تر څو په ټوله کې د غزنی ولایت اوسیدونکي د کرونا ویروس په اړه پشپړ معلومات ولري.

د یونیسف موسسې استازي ویس وردګ هم د خپلو خبرو په لړ کې زیاته کړه چې ښوونځي د ټولنې یوه برخه ده چې د هرو مختلفو سیمو نه زده کوونکي لری، او ضرورت یې وباله چې د ټولنې دې سترې برخې ته د کرونا ویروس په اړه تریننګ ورکړل شی تر څو دوی وکولای شي د یاد ټریننګ مسیجونه په ټولنه کې تیت او د خلکو عامه پوهاوی د یاد ویروس پر وړاندې لوړ شی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین د کابل ښار له عبدالهادي داوي لېسې څخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني د تخنیکي ټیم په ملتیا د کابل ښار نهمې ښوونیزې ناحیې اړوند له عبدالهادي داوي عالي لېسې څخه څارنه وکړه.
په یاده لیدنه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۳۲
Background image

د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې د یوې نوې مدرسې د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غزني ولایت مقر ولسوالۍ اړوند د «نجم المدارس دیني مدرسې» د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د یوې غونډې په ترڅ کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ چې د نږدې یو میلیون افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۲۶
Background image

په زابل ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره نوې ودانۍ جوړېږي

د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ اړوند د «علي‌داد» لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو له لوري په وقف شوې ۲ جرېبه ځمکه کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ د سیمې د خلکو. . .

BACK TO NEWS