د افغانستان د پوهنې وزارت اعلان کړی چې د هوا په سړېدو سره د لیندۍ تر ۱۵مې د ټولو سړو سیمو ښوونځي رخصتوي

media-moe

د یاد وزارت ویاندې نجیبه ارین د دې پرېکړې په اړه رسنیو ته په یوه پیغام کې ویلي: "د هوا په سړېدو سره مو پرېکړه کړې چې د سړو سیمو ښوونځي رخصت کړو. له لومړي تر شپږم ټولګي به د قوس/ لیندۍ په پيل کې رخصتېږي. له اووم تر دولسم ټولګي به د قوس په ۱۵مه رخصتېږي. هغه سیمې چې نهایت سړې دي هغه له لومړي تر ۱۲م ټولګي به د قوس په لومړۍ نېټه رخصتېږي."

د پوهنې وزارت ویانده زیاتوي چې د دوی پرېکړه د ټولو دولتي او خصوصي ښوونځیو او دیني مدرسو لپاره د تطبیق وړ ده او کلنۍ ازموینې به د ۱۴۰۰ کال په پیل کې کله چې ښوونځي پیلېږي واخیستل شي.

د افغانستان په اکثرو سړو سیمو کې وختي د واورې ورېدل پيل شوي او خلک وېره لري چې سخت او سوړ ژمی به په مخ کې ولري.

سرچینه: آزادي راډیو