د پوهنې وزارت نوي ریفورم په تړاو ولایتي رئيسانو ته د پوهاوي عمومي غونډه جوړه شوه.
د پوهنې وزارت د اصلاحاتو او ریفورم د پلي کولو په موخه ولایتي رئیسانو ته عمومي غونډه جوړه شوه.
په پيل کې د ولایاتو چارو د همغږۍ عمومي رئيس ښاغلي دل آغا صوفي زاده ولایتي رئيسانو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د ولایاتو چارو د همغږۍ عمومي ریاست د جوړیدو او اړتیا په تړاو وضاحت ورکولو ترڅنګ د دې ریاست د موخو او لیدلوري په تړاو معلومات شریک کړل.
د پوهنې وزارت سرپرستې میرمن رنګینې حمیدي د اصلاحاتو اړتیا د پوهنې نظام د بیلابیلو برخو لکه تشکیلاتي، وظیفوي، بودیجوي او اداري جوړښت په ترڅ کې روښانه کړه. میرمن حمیدي زیاته کړه مثبت بدلون د یوه اصل په توګه د ژوند په ټولو چارو(سیاسي، اقتصادي، اجتماعي،علمي، فرهنګي او نورو)کې اړین بلل کیږي او دا ډول تجربې د ټولنو جوړښت بدلوي او د پرمختګ لامل يې ګرځي.
حمیدي زیاته کړه اصلاحات په هر پړاو کې موافقین او مخالفین لري خو د تعلیمي خدمتونو بهتره ارئه، ګټور تدریسي او اداري سیسټم جوړول، د موازي اداراتو د وظیفوي مداخلې مخنیوی، د روڼتیا رامنځته کول، د برابرو تعلیمي خدمتونو وړاندې کول او د تدریس له پروسې جدي او اساسي نظارت د دې اصلاحاتو ټولیز لیدلوری جوړوي.
د پوهنې وزارت سرپرستې د پوهنې له رئيسانو وغوښتل څو د دې ریفورم په پلي کولو کې ولسي ملاتړ له ځانه سره ولري.
په همدې توګه د اسلامي تعلیماتو معینیت سرپرست ښاغلي مولوي عارف ملکیار، د ښوونې او روزنې معینیت سرپرست ښاغلي ډاکټر عبدالغني امین، د منابع او ادارې معینې ویکټوریا غیوري، د تضمین کیفیت معین ډاکټر سردار محمد رحیمې او د وزارت د مقام د لوی ریاست رئيس ښاغلي احمد وحید شکیب په خپل وار د موضوع په تړاو خپلې ویناوې شریکې کړې.
د دوی په وینا اصلاحات د ښې حکومتولۍ د موخو د پلي کولو په پار د معارف په ټولو برخو کې د ۱۴۰۰ مالي کال له جدي اړتیاوو څخه شمېرل کیږي او د پوهنې وزارت په دې برخه کې د ټولو تګلارو څخه په ګټه اخیستنې د ریفورم په پلي کولو د جدي اقداماتو هوډ لري.
د غونډې د لومړنۍ برخې په پای کې ذکریا رحیمي د پوهنې وزارت د ولایتي رئیسانو په استازي توب خپلې غوښتنې، نظرونه او وړاندیزونه له رهبرۍ سره شریکې کړې.
د دې غونډې په دویمه برخه کې رئیسانو په کاري ګروپونو کې د ریفورم د پلي کولو په تګلارو او نورو اړینو موضوعاتو د بحث ترڅنګ خپل وړاندیزونه او غوښتنې له رهبري سره شریکې کړې.
