کندز ولایت کې د اناثیه ښوونځیو او مدرسو زده کوونکو د اسـلامي نظام څخه د ملاتړ تر څنګ په حجاب کې زده کړو باندې خوښي څرګنده کړه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۰/۶/۱۷ - ۱۱:۴۰
راه پیمایی با شکوه دانش آموزان اناث ولایت کندز

د کندز ښار د مختلفو اناثیه مدرسو او ښوونځیو زده کوونکو د ا.ا د تعلیم تربیې د هغې پالیسۍ څخه ملاتړ وکړ کوم چې په حجاب کې پر زده کړو باندې او همدارنګه غیر مختلط ټولګیو باندې تاکید او سپارښتنه کوي.

لاریون کوونکې چې شمېر یې سلګونو تنو انجونو ته رسېده، د ځان سره یې د ا.ا په ملاتړ شعارونه هم لېږدول، د دې لاریون د خبرې پوښښ لپاره د مختلفو کورنیو او بهرنیو رسنیو استازي راغلي وو، پر بنرونو لیکل شوي وو" دا نظام زموږ د شهیدانو ورونو د وینو ثمره ده، هیڅ چا ته به اجازه ور نکړو چې نظام و ننګوي" همدارنګه لاریون کوونکو شعارونه ور کول: موږ اسـلامي نظام غواړو، موږ ا.ا غواړو،

موږ په حجاب کې زده کړي غواړو.

د لاریون کوونکو په استازیتوب یوې خور د خبریالانو د پوښتنې په ځواب کې وویل: پخوا به مونږ په ډار کې ژوند کاوه، هیڅ مو زړه نه شو کولای چې د کور څخه بهر زده کړو ته لاړې شو، امنیت دومره خراب وو، چا چې د امنیت ساتلو مسئولیت درلود هغوی په خپله په نا امنۍ کې لاس در لود، اوس لله‌الحمد د کومې ورځې څخه چې ا.ا د کندوز ولایت فتـح کړی، د امنیت په اړه هېڅ تشویش نشته، کورنۍ مو هم خوشحاله او مطمئنې دي چې په داسې ماحول کې زده کړی وکړو.

یوې بلې زده کوونکې وویل: هغه ښځې چې په نورو ولایاتو کې د اسـلامي نظام پر ضد لاریونونه کوي، هغوی غواړي ځان ته په کوم غربي هېواد کې د تللو لپاره کیس (یادوسیه) جوړه کړي، د افغانستان د دښمنانو پر موږ دا نه پېرزو کیږي چې په امن کې ژوند وکړو، اسـلامي نظام رحمت وي او دا چې الله جل جلاله پر مونږ باندې رحمت کړی باید شکر یې ادا کړو.

د یادولو وړ ده چې د نن ورځې لاریون امنیت د کندوز ولایت ځانګړې قطعې چې د عمـ ري په نوم یادیږي نیولی وو، د دې ولایت اوسېدونکي پر یادې قطعې ویاړ او باور لري چې دغه ولایت د فتحې پر مهال یې د عامه شتمنیو او دولتي تأسیساتو د ساتنې مسئولیت په پوره امانت دارۍ اداء کړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۲:۳۵
Background image

په نیمروز ولایت کې د یو باب ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د نیمروز ولایت په مرکز شریف آباد سیمه کې د جمال‌الدین عرب لومړني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د ۲ مېلیونه افغانیو په لګښت د یوې مرستندویه ادارې په مالي مرسته جوړه شوې، د پوهنې چارواکو، دیني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۲:۳۲
Background image

هرات ولایت کې له راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د هرات ولایت پوهنې ریاست له ۱۶۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي کچې معلومولو په موخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.

یاده ازموینه د یوه ځانګړي څارنیز پلاوي تر نظر لاندې ترسره شوه او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۲:۲۶
Background image

د پوهنې وزارت د نتایجو او شهادتنامو ریاست د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د پوهنې وزارت د مالي او اداري معین الحاج مولوي صبغت الله وصیل، ځینو مرکزي رئیسانو، د ا.ا.ا. لوړپوړو مېلمنو او علماء کرامو په حضور کې د نتایجو او شهادتنامو ریاست د نوې ودانۍ بنسټ ډبره. . .

BACK TO NEWS