د پنجشېر د پوهنې ریاست مسوولین د بازارک لېسې د ازموینو له بهیر څخه لیدنه وکړه
د جوړ شوي پروګرام له مخې، د پنجشیر ولایت د پوهنې ریاست رهبری او د تعلیمي څار غړو د بازارک عالي لېسې د ازموینو له بهیر څخه له نیږدی لیدنه او څارنه وکړه.
د یاد لیدنې په ترڅ کې زده کوونکو ته لازمی لارښوونې وشوي او د هغوي څخه وغوښتل شول چې خپل درسونه د ازموینو له پاره نه، بلکی د عامو علومو د پوهیدو او ګټې اخیستنې لپاره زده کړي.
او تر څنګ یی له ښوونکو هم وغوښتل چې د ازموینو په اخیستلو کې په شفافیت او روڼتیا سره عادلانه چلند وکړي او د جعل کارۍ مخه ونیسي.
همدا راز ټینګار وشو، چې له درسي کتابونو څخه د ښې استفادې او د زده کوونکو لپاره د کتابونو د کمښت د مخنیوي په موخه باید د هر مضمون کتاب له ازموینې مخکې راټول شي.
