د بغلان ولایت د ښوونکو د ښوونې او روزنې ریاست ته نوی رییس معرفي شو

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۰/۹/۱۵ - ۹:۴۷
د بغلان ولایت د ښوونکو د ښوونې او روزنې ریاست ته نوی رییس معرفي شو

د بغلان پوهنې رییس لخوا د ښوونکو د ښوونې او روزنې ریاست لپاره نوی رییس محمداکبر احمدزي د یوې غونډې په ترڅ کې خپلو کار کوونکو ته رسماً معرفي او خپلې چارې یی پیل کړې. 
د پوهنې رییس محمدنور عزیزي د مخکني سرپرست رییس کاري هڅې وستایلې او نوی رییس ته یی د مبارکی تر څنګ په چارو کې د بریا یادونه وکړه هغوی زیاته کړه چې اوس په هیواد کې ددې وخت رارسېدلې چې پوهنیزو او علمي ادارو ته وړ او په کار پوه مسلکی کسان د مسؤلینو په توګه په دندو وګمارل شي څو علمې چارې ښې تنظیم او د نوي نسل د روزنې برخه لا پیاوړې شي.
په یاده غونډه کې د بغلان د اطلاعات او فرهنګ رییس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي وویل چې اوس اوس په هیواد کې وړ کسان په دندو باندې ګمارل کیږي څو ادارې د تخصص پر اصل ولاړې شي او په دې سره علمي چارې وده وکړي.
په اخیر کې نوي ټاکل شوي ریس محمداکبراحمدزی ژمنه وکړه چې د ښوونکو د ښوونې او روزنې مرکز به نور هم  فعاله، دخپل توان او طاقت مطابق به را سپارل شوي چاری سمبال او معیاري پوهنیز خدامات به کړیدلې اولس ته وړاندې کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۱۷
Background image

د غزني ولایت په یوه ښوونځي کې نوي ټولګي جوړ او ترمیم شول

د غزني ولایت ګیلان ولسوالۍ اړوند رسني لېسې د ۱۶ درسي ټولګیو د ترمیم، شپږو نویو درسي ټولګیو جوړولو او څلور جریبه ځمکې پېرلو چارې د ځایي اوسېدونکو په مالي همکارۍ د ۱.۴ میلیون افغانیو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۵۰
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره د څو خبرونو لنډیز

خوست
د خوست ولایت په مرکز کې د نصرت‌مېنې لېسه د ځایي اوسېدونکو په ۵۵ زره افغانیو مالي ملاتړ ترمیم او تجهیز شوه.

ننګرهار
 د ننګرهار ولایت کوټ ولسوالۍ اړوند شهید نورمحمد خان لومړني. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ولایت کې د دوو ښوونځیو له ازمېښتنونو څخه حمایوي څارنه وشوه

د پوهنې وزارت د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مرکز ریاست یوه پلاوي د ازمېښتنونو وضعیت ارزونې او له شته امکاناتو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې په موخه، د کابل ولایت بګرامۍ ولسوالۍ اړوند بګرامي. . .

BACK TO NEWS