دغزني ولایت د تعلیم او تربیې رئیس د کوار او یونیسف مؤسسو له مسئولینو سره وکتل.
دغه ناسته، چی د پوهنې ریاست مرستیال محمد عمر وثیق او د انسجام او همغږۍ امر هم پکي ګډون درلود د پوهنې د رئیس په کاري دفتر کې تر سره شوه.
د دغه ناستې موخه په دغه ولایت کې د کوار مؤسسې د تعلیمي پروګرامونو د پلي کیدا په برخه کې له پوهنې ریاست سره د همغږۍ زیاتوالی وو.
د پوهنې رئیس ښاغلي مولوي عبدالقدیم محمد او ښاغلي مولوي محمد عمر وثیق د دغه ادارې مرستیال په غزني ولایت کې د یونسیف نړیوالې مؤسسې د ټولګیو د ایجاد او تطبیق په برخه کې د کوار مؤسسې کړني او کړچارونه، چې پلې کوونکی یې کوار دئ، د قناعت وړ ونه بلل او له هغوئ یې وغوښتل چې د دغه پروګرام ښه تطبیق ته زیاته پاملرنه وکړي.
د کوار مؤسسې مسؤلینو د پوهنې ریاست له رهبري سره ژمنه وکړه، چې په غزني ولایت کې د ایجاد شویو ټولګیو د بهیر د ښې پلي کیدا لپاره به زیاتي هڅې وکړي.
