په لوګر کې د سيمه ييزو او چټکو زده کړو ۶۵ تنه ښوونکو ته روزنه پيل شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۵ - ۱۱:۵۸
په لوګر کې د سيمه ييزو او چټکو زده کړو ۶۵ تنه ښوونکو ته روزنه پيل شوه

په لوګر ولايت کې د سيمه ييزو او چټکو زده کړو د ۳۳۵ ښوونکو تر روزلو وروسته  د ۶۵ نورو ښوونکو روزنه هم پيل شوه.
د يادې روزنې د پيل په مراسمو کې د پوهنې رياست تدريسي مرستيال مولوي عبيدالله هشام؛ د ودان مٶسسې ولايتي مسٶل محمد علم غالب او د يونيسف مٶسسې استازي ذاکرالله حامد برخه اخيستې وه.
دا روزنه د پوهنې رياست د کاري پلان له مخې د ودان موسسې له خوا ور کول کېږي؛ چې  ۱۴ ورځې به دوام ومومي، په ياده روزنه کې؛ ۵۲ نارينه او  ۱۳ ښځينه ښوونکو برخه اخيستې ده؛ چې ټول د مرکز  پل علم اړوند د سيمه ييزو او چټکو زده کړو ښوونځيو ښوونکي دي.  
د دغې روزنې مٶخه؛ د نوموړو ښوونکو د وړتياوو لوړول دي؛ چې د تدريس د نوېو لارو چارو په برخه کې به په مسلکې ډول وروزل شي.
د لوګر د پوهنې په برخه کې؛ د ودان مٶسسې د تېر يوه کال راپدېخوا خپل فعاليت پيل کړى؛ چې له زده کړو بې برخو ماشومانو ته د زده کړو زمينه برابروي.
يادې مٶسسې د خپل فعاليت له پيله تر اوسه په ټول لوګر کې ۴۰۰ سيمه ييز او د چټکو زده کړو نوي ښوونځي جوړ کړي دي، چې د نوموړو ښوونځيو له جملې څخه؛ ۶۵ په مرکز پل علم، ۶۵ په څرخ،  ۶۶ په محمدآغې، ۴۳ په خوښۍ، ۶۷  په  برکي برک، ۴۷ په خروار او ۴۷  په ازرې ولسواليو کې جوړ شوې دي.
دا ښوونځي؛ له لومړي څخه تر درېیم پورې ټولګي لري ، د رسمي ښوونځیو په څېر په کې زده کړې کېږي، چې تر درېیم ټولګي وروسته زده کوونکي به یې په رسمي ښوونځیو کې جذب شي.
د دغو ښوونځيو د درسي بهير پرمخ بيولو لپاره ۴۰۰ ښوونکي هم ګومارل شوې، چې ۷۹ يې ښځينه ښوونکې دي.
د نوموړو ښوونځيو په جوړولو سره شاوخوا له زده کړو ۱۲۴۵۰ بې برخو ماشومانو ته، چې ۹۷۶۰ يې نجونې دي د زده کړو زمينه برابره شوې ده. 
د يادونې وړده، چې په لوګر کې له دې مخکې هم د سيمه ييزو او چټکو زده کړو ۳۳۵ نورو ښوونکو ته ورته روزنه ورکړل شوي  ده.
 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۱۷
Background image

د غزني ولایت په یوه ښوونځي کې نوي ټولګي جوړ او ترمیم شول

د غزني ولایت ګیلان ولسوالۍ اړوند رسني لېسې د ۱۶ درسي ټولګیو د ترمیم، شپږو نویو درسي ټولګیو جوړولو او څلور جریبه ځمکې پېرلو چارې د ځایي اوسېدونکو په مالي همکارۍ د ۱.۴ میلیون افغانیو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۵۰
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره د څو خبرونو لنډیز

خوست
د خوست ولایت په مرکز کې د نصرت‌مېنې لېسه د ځایي اوسېدونکو په ۵۵ زره افغانیو مالي ملاتړ ترمیم او تجهیز شوه.

ننګرهار
 د ننګرهار ولایت کوټ ولسوالۍ اړوند شهید نورمحمد خان لومړني. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ولایت کې د دوو ښوونځیو له ازمېښتنونو څخه حمایوي څارنه وشوه

د پوهنې وزارت د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مرکز ریاست یوه پلاوي د ازمېښتنونو وضعیت ارزونې او له شته امکاناتو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې په موخه، د کابل ولایت بګرامۍ ولسوالۍ اړوند بګرامي. . .

BACK TO NEWS