د پوهنې وزارت اړوند د ښوونکو څه د پاسه اووه زره(۷۰۰۰) بستونه ازادې سیالۍ ته وسپارل شول

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۳/۱۷ - ۱۳:۲۶
123

د پوهنې وزارت اړوند د هیواد په شلو ولایاتو کې د ښوونکو او پنځم او شپږم اداري څه د پاسه اووه زره (۷۰۰۰) بستونه ازادې سیالۍ ته وسپارل شول.
هغه مراسم چې په همدې مناسبت  د اسلامي امارت د اطلاعاتو اورسنیو په مرکز کې جوړ شوي وو، پکې د پوهنې وزارت د  تضمین کیفیت معینیت سرپرست معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق ، د یاد وزارت د استخدام رئیس مولوي بسم الله نعماني ، د چارو د ادارې د لوی ریاست رئیس مولوي احمدجان احمدي ، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو د ادارې رئیس مولوي عبدالحنان عارف الله او  د ازموینو د ملي ادارې رئیس پوهاند عبدالقدیر خاموش ویناوې وکړې.
ټولو ویناوالو یاده پروسه د مسلکي او وړ ښوونکو  د ګمارنې تر ټولو شفافه او غوره طریقه وبلله او زیاته یې کړه، چې د یادې پروسې په تطبیق سره به په هیواد کې د مسلکي ښوونکو د کمښت ستونزه  تر ډېره بریده حل شي.
د یادونې وړ ده، چې د اعلان شویو بستونو مجموعي شمیر (۷۱۹۱) دی، چې له دې جملې څخه یې (۲۰۸۳)میرمنو او (۵۱۰۷)نارینه وو ته ځانګړي شویدي.
له ویلو دې پاتې نه وي، چې له دې وړاندې هم د پوهنې وزارت د هیواد په مرکز او اتو ولایاتو کې نږدې نهه زره(۹۰۰۰) بستونه ازادې سیالۍ ته سپارلي وو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۱۷
Background image

د غزني ولایت په یوه ښوونځي کې نوي ټولګي جوړ او ترمیم شول

د غزني ولایت ګیلان ولسوالۍ اړوند رسني لېسې د ۱۶ درسي ټولګیو د ترمیم، شپږو نویو درسي ټولګیو جوړولو او څلور جریبه ځمکې پېرلو چارې د ځایي اوسېدونکو په مالي همکارۍ د ۱.۴ میلیون افغانیو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۵۰
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره د څو خبرونو لنډیز

خوست
د خوست ولایت په مرکز کې د نصرت‌مېنې لېسه د ځایي اوسېدونکو په ۵۵ زره افغانیو مالي ملاتړ ترمیم او تجهیز شوه.

ننګرهار
 د ننګرهار ولایت کوټ ولسوالۍ اړوند شهید نورمحمد خان لومړني. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ولایت کې د دوو ښوونځیو له ازمېښتنونو څخه حمایوي څارنه وشوه

د پوهنې وزارت د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مرکز ریاست یوه پلاوي د ازمېښتنونو وضعیت ارزونې او له شته امکاناتو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې په موخه، د کابل ولایت بګرامۍ ولسوالۍ اړوند بګرامي. . .

BACK TO NEWS