د پوهنې وزارت د مشرتابه مجلس دایر شو

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۱/۳/۱۹ - ۱۱:۲۴
د پوهنې وزارت د مشرتابه مجلس دایر شو

د پوهنې وزارت د مشرتابه مجلس د یاد وزارت د سرپرست وزیر شیخ مولوي نورالله منیر صاحب په مشري په داسې حال کې چې د یاد وزارت څلورتنو معین صاحبانو، ستر سلاکار او د نشراتو رئیس پکې برخه درلوده، دایرشو.
یاد مجلس چې د قرآنکریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شو، د هیواد په تودو او سړو سیمو کې د دیني مدارسو د تعلیمي کال او ازموینو د پیل او پای د نېټو، په خصوصي تعلیمي مرکزونواو کورسونو باندې د نظارت، د هیواد د ځینو ولایاتو د تعلیمي بهیر د ارزونې په موخه یادو ولایاتو ته د ځانګړیو هیئتونو د استولو، په کابل کې د  الازهر معهد لپاره د یوې مناسبې ودانۍ د پیدا کولو او دې ته ورته  نورو مسایلو په هکله  پکې تفصیلي بحثونه او پرېکړې وشوې او د هرې موضوع لپاره ځانګړي هیئتونه وټاکل شول. غونډه د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۱۷
Background image

د غزني ولایت په یوه ښوونځي کې نوي ټولګي جوړ او ترمیم شول

د غزني ولایت ګیلان ولسوالۍ اړوند رسني لېسې د ۱۶ درسي ټولګیو د ترمیم، شپږو نویو درسي ټولګیو جوړولو او څلور جریبه ځمکې پېرلو چارې د ځایي اوسېدونکو په مالي همکارۍ د ۱.۴ میلیون افغانیو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۵۰
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره د څو خبرونو لنډیز

خوست
د خوست ولایت په مرکز کې د نصرت‌مېنې لېسه د ځایي اوسېدونکو په ۵۵ زره افغانیو مالي ملاتړ ترمیم او تجهیز شوه.

ننګرهار
 د ننګرهار ولایت کوټ ولسوالۍ اړوند شهید نورمحمد خان لومړني. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ولایت کې د دوو ښوونځیو له ازمېښتنونو څخه حمایوي څارنه وشوه

د پوهنې وزارت د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مرکز ریاست یوه پلاوي د ازمېښتنونو وضعیت ارزونې او له شته امکاناتو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې په موخه، د کابل ولایت بګرامۍ ولسوالۍ اړوند بګرامي. . .

BACK TO NEWS