د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې معین د غزني ولایت له یو شمیر نورو مدارسو څخه لیدنه وکړه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۸/۱۰ - ۱۲:۲۹
د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې معین د خپلو لیدنو په دوام دا ځل د غزني ولایت له ځینو نورو مدرسو څخه لیدنه وکړه.

د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې د معین شیخ مولوي سعیداحمد شهیدخیل په مشرۍ پلاوي، چې د غزني ولایت د پوهنې رئیس مولوي محمد منیر منصور هم ورسره ملګری وو، د یاد ولایت له (مدرسه علمیه توحید) او (مجتمع آموزشی عالی فقه) مدارسوڅخه چې د غزني ولایت په مرکز کې واقع دي، لیدنه وکړه.
هیئت د مدرسې ټولې تدریسي او اداري چارې له نږدې و ارزولې، د یادو مدارسو د مسئولینو  او استادانو خدمتونه یې وستایل او زده کوونکي یې وهڅول ترڅو په خپلو لوستونو کې هڅاند واوسي او تل د خپلو علمي صلاحیتونو د لوړولو لپاره هڅه او هاند وکړي.
د یادو مدارسو مسئولینو راغلي هیئت ته تود هرکلی ووایه او د راتګ له امله یې ورڅخه مننه وکړه. هیئت له یادې مدرسې سره مالي مرسته وکړه او هم یې ممتازي زده کوونکو ته سوغاتونه ورکړل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۱۷
Background image

د غزني ولایت په یوه ښوونځي کې نوي ټولګي جوړ او ترمیم شول

د غزني ولایت ګیلان ولسوالۍ اړوند رسني لېسې د ۱۶ درسي ټولګیو د ترمیم، شپږو نویو درسي ټولګیو جوړولو او څلور جریبه ځمکې پېرلو چارې د ځایي اوسېدونکو په مالي همکارۍ د ۱.۴ میلیون افغانیو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۵۰
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره د څو خبرونو لنډیز

خوست
د خوست ولایت په مرکز کې د نصرت‌مېنې لېسه د ځایي اوسېدونکو په ۵۵ زره افغانیو مالي ملاتړ ترمیم او تجهیز شوه.

ننګرهار
 د ننګرهار ولایت کوټ ولسوالۍ اړوند شهید نورمحمد خان لومړني. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ولایت کې د دوو ښوونځیو له ازمېښتنونو څخه حمایوي څارنه وشوه

د پوهنې وزارت د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مرکز ریاست یوه پلاوي د ازمېښتنونو وضعیت ارزونې او له شته امکاناتو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې په موخه، د کابل ولایت بګرامۍ ولسوالۍ اړوند بګرامي. . .

BACK TO NEWS