له ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه.

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۸ - ۱۰:۷
dsfg

کاپیسا:
د کاپيسا ولايت د مرکز او د لومړۍ حصې او دویمې حصې والسوالیو د ښوونځيو د آمرینو، مديرانو او د ښوونځیو د شوراګانو د غړو لپاره د پاملرنې د موسسې له خوا د ښوونځيو د پراختيا لپاره د منابعو د راغونډولو تر عنوان لاندې درې ورځنى ښوونيز ورکشاپ جوړ شو.
د دې ولایت د پوهنې رئیس مولوي محمد فرید حقاني د پوهنې په برخه کې د پاملرنې موسسې او نورو بنسټونو له مرستو څخه مننه وکړه او د شوراګانو له غړو یې وغوښتل چې د ښوونځیو د اداري او تدریسي چارو د ښه والي په برخه کې هر اړخیزي مرستي وکړي. .
کندهار:
په هغه لويه غونډه کي چي د کندهار ولايت د پورته میوند او کښته میوند ولسواليو د ديني عالمانو، دولتي چارواکو او د سيمي د خلکو په ګډون جوړه شوې وه، د پوهني مسوولينو د دغه ولايت د پوهني له رئيس مولوي فخرالدين نقشبندي سره خپلي ستونزي او وړانديزونه شريک کړل.
لغمان:
د لغمان ولایت د ځوانانو چارو آمریت شپږ زره ټوکه درسي کتابونه راټول او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو ته یې وسپارل، ترڅو د شهید مولوي حبیب الرحمن لېسې زده کوونکو ته ورکړل شي.
د لغمان ولایت د پوهنې ریاست مسوولینو د خپلو ځوانانو دغه نیک اقدام د ستاینې وړ وباله او د ستاینلیکونو په ورکولو سره یې مننه وکړه.
لوګر:
د یونیسف ادارې د لوګر ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د لسو ښوونځیو لپاره د اوبو څاګانې، لمریزې برېښنا او تشنابونه جوړوي.
 د دغه ولایت د پوهنې چارواکي وايي: د لوګر د پوهنې ریاست د انجینرۍ ټیم له خوا د سروې له بشپړیدو وروسته به د دغو پروژو عملي کار پیل شي.
پنجشیر:
د پنجشېر ولايت د پوهنې رياست د ارزونې او څارنې ښوونیز ټيم د دغه ولايت د مرکز اړوند د عنابې او بازارک ولسواليو په يو شمېر ښوونځيو کې د اداري، تدريسي او کلنیو ازموينو له بهير څخه څارنه وکړه او مسوولينو ته يې د دغه ولايت د پوهنې د ښه والي په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۱۷
Background image

د غزني ولایت په یوه ښوونځي کې نوي ټولګي جوړ او ترمیم شول

د غزني ولایت ګیلان ولسوالۍ اړوند رسني لېسې د ۱۶ درسي ټولګیو د ترمیم، شپږو نویو درسي ټولګیو جوړولو او څلور جریبه ځمکې پېرلو چارې د ځایي اوسېدونکو په مالي همکارۍ د ۱.۴ میلیون افغانیو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۵۰
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره د څو خبرونو لنډیز

خوست
د خوست ولایت په مرکز کې د نصرت‌مېنې لېسه د ځایي اوسېدونکو په ۵۵ زره افغانیو مالي ملاتړ ترمیم او تجهیز شوه.

ننګرهار
 د ننګرهار ولایت کوټ ولسوالۍ اړوند شهید نورمحمد خان لومړني. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ولایت کې د دوو ښوونځیو له ازمېښتنونو څخه حمایوي څارنه وشوه

د پوهنې وزارت د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مرکز ریاست یوه پلاوي د ازمېښتنونو وضعیت ارزونې او له شته امکاناتو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې په موخه، د کابل ولایت بګرامۍ ولسوالۍ اړوند بګرامي. . .

BACK TO NEWS