د ولایاتو له پوهنې ریاستونو څخه لنډ خبرونه.

media-moe
شنبه ۱۴۰۱/۹/۱۲ - ۱۴:۳۵
kk

خوست:
د خوست ولايت د پوهنې رياست د ښوونې او روزنې آمر خيروګل خيرخواه د يو کاري ټيم په ملتيا د دغه ولايت باک ولسوالۍ ته سفر وکړ او د دغې ولسوالۍ له کلنيو ازموينو، اداري چارو او د دغه ولسوالۍ د ښوونځيو د بيا جوړولو له چارو څخه یې څارنه وکړه .
سرپل:
د سرپل ښار د منهاج السراج په عالي لېسه کې د سرپل ولایت د یو شمېر سیمه ایزو چارواکو، دیني عالمانو او مخورو سپین ږیرو په حضور کې د سیرت النبي (ص) د ازموینې د پایلو د اعلان په موخه غونډه جوړه شوه.
چارواکي وايي، د دې سياليو د ترسره کېدو موخه د اسلام د ستر پيغمبر (ص) له سيرت او اخلاقو سره د زده کوونکو آشنا کول دي.
هرات:
په هرات ولایت کې د افغان – ترک لیسې د دولسم ټولګي د زده کوونکو پنځم فراغت جشن د پوهنې د مسوولینو، دولتي چارواکو، د ترکیې د استازو، د زده کوونکو د والدینو او د علمي او فرهنګي شخصیتونو په حضور کې ترسره شو.
د دې ولایت د پوهنې رئیس مولوي شهاب الدین ثاقب فارغانو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ له دوی وغوښتل، چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي او په دې برخه کې تر خپله وسه کار وکړي.
لغمان:
د لغمان ولایت د الیشنګ ولسوالۍ د پوهنې آمریت میاشتنۍ اداري غونډه د دې ولسوالۍ د ښوونځیو د مسوولینو په ګډون جوړه شوه.
په دې غونډه کې د پوهنې آمر د پوهنې د ستونزو د څېړلو تر څنګ د ښوونځیو مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې د پوهنې کیفیت او د زده کوونکو د ښې او سالمې روزنې لپاره ترخپله وسه کار وکړي.
سمنګان:
د سمنګان ولایت د پوهنې ریاست سکتوري غونډه د پوهنې د مرستندویو ادارو او د ریاستونو د استازو په ګډون جوړه شوه.
په دې غونډه کې د سواد زده کړې د پروګرامونو په اړه، د نویو ګمارل شویو کارکوونکو لپاره د روزنیزو ورکشاپونو په جوړولو او په سمنګانو ولایت کې د مرستندویو موسسو د فعالیتونو په اړه خبرې وشوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۱۷
Background image

د غزني ولایت په یوه ښوونځي کې نوي ټولګي جوړ او ترمیم شول

د غزني ولایت ګیلان ولسوالۍ اړوند رسني لېسې د ۱۶ درسي ټولګیو د ترمیم، شپږو نویو درسي ټولګیو جوړولو او څلور جریبه ځمکې پېرلو چارې د ځایي اوسېدونکو په مالي همکارۍ د ۱.۴ میلیون افغانیو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۵۰
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره د څو خبرونو لنډیز

خوست
د خوست ولایت په مرکز کې د نصرت‌مېنې لېسه د ځایي اوسېدونکو په ۵۵ زره افغانیو مالي ملاتړ ترمیم او تجهیز شوه.

ننګرهار
 د ننګرهار ولایت کوټ ولسوالۍ اړوند شهید نورمحمد خان لومړني. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ولایت کې د دوو ښوونځیو له ازمېښتنونو څخه حمایوي څارنه وشوه

د پوهنې وزارت د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مرکز ریاست یوه پلاوي د ازمېښتنونو وضعیت ارزونې او له شته امکاناتو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې په موخه، د کابل ولایت بګرامۍ ولسوالۍ اړوند بګرامي. . .

BACK TO NEWS