له ولایاتو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۲ - ۱۲:۵۴
له ولایاتو څخه د پوهنې لنډ خبرونه.

ننګرهار:
د ننګرهار ولایت د پوهنې رئیس مفتي حبیب حضرت حقاني د اداري، تدریسي اسنادو د ارزونې او د پوهنې د اصولو او قوانینو د تطبیق په موخه د بټي کوټ والسوالۍ د جلالزي له لومړني ښوونځي څخه لیدنه وکړه.
د ننګرهار پوهنې رئيس د يادې ښوونځي مديرانو او ښوونکو ته په ځينو مواردو کې لازمې لارښوونې وکړې.
نورستان:
د نورستان ولایت د پوهنې رئیس مولوي تاج محمد مطمین په ختیځه حوزه کې د WFP د سیمه ییزې ادارې له مسوولینو سره په لیدنه کې د دغې ادارې له مرستو څخه د مننې ترڅنګ په نورستان کې د پوهنې په برخه کې شته ستونزې یې له هغوی سره شریکې کړې او د یادو شویو زیربناو په جوړولو کې یې د مرستو غوښتنه وکړه.
له بلې خوا د WFP مسوولینو ژمنه وکړه چې د دې ستونزې د حل لپاره به له مرکزي دفتر سره په تماس کې شي، ترڅو په دې برخه کې ژر تر ژره اړین اقدام وشي.
کندهار:
د کندهار ولايت د نيش والسوالۍ د پوهنې د تعلیمي څارنې مسوولينو له خپل ملګري پلاوي سره د يادې والسوالۍ له ١٣ مدارسو، ١١ دارالحفاظونو او ١٠ سيمه ييزو مدارسو څخه لیدنه وکړه له دې سربېره یې د يادې والسوالۍ پر زده کوونکو یې کتابچې، د تقویې او د وينې د کمښت ګولۍ ووېشلې. او همدا ډول د دیني بنسټونو مسوولینو ته یې هم د تدریسي چارو د لا ښه والي په اړه لارښوونې او مشورې ورکړې.
خوست:
دخوست ولايت د پوهنې رئيس مولوي سيد وسيم مليار د يوي خصوصي لېسې د دولسم ټولګيو د زده کوونکو د فراغت په مراسمو کې ګډون وکړ او زده کوونکو ته يې د مبارکۍ ترڅنګ هغوی یې وهڅول چې خپلو لوړو زده کړو ته دوام ورکړي.
لغمان:
د لغمان ولایت د قرغیو والسوالۍ د پوهنې آمر د دې والسوالۍ د پوهنې له مسوولینو سره په کتنه کې د اړوندو ښوونځیو د څلور نیم میاشتنیو ازموینو د بهیر د لا ښه والي په اړه خبرې وکړې او د معیاري ازموینو د اصولو او معیارونو په اړه یې پرېکړې وکړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۴:۴۵
Background image

بدخشان ولایت کې د ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت د ښوونځي ودانۍ بیاورغول شوه

د بدخشان ولایت ارګو ولسوالۍ د هزاره قدم عالي لېسې ودانۍ د یو همکار بنسټ په مرسته د ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت ترمیم او بیارغول شوې ده. همدارنګه د یادې لېسې د زده‌کوونکو والدینو هم د ښوونځي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۴:۴۳
Background image

د میدان وردګ ولایت ښوونځیو ته سپورټي توکي ووېشل شول

د میدان وردګ ولایت پوهنې ریاست د یاد ولایت سید آباد ولسوالۍ اړوند د امام ابو حنیفه انخي، عثمانیه، امام ابو حنیفه، تنګي او زرني ښوونځيو ته د والیبال، کرېکټ او رسۍ لوبو تجهیزاتو په ګډون د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۴:۳۲
Background image

په کاپیسا ولایت کې د یو باب ښوونځي ودانۍ بیاځلې پرانیستل شوه

د کاپیسا ولایت نجراب ولسوالۍ اړوند شهید نېک محمد ښوونځي ودانۍ، چې د بیاجوړولو کارونه یې څه موده وړاندې د یوې همکارې ادارې لخوا بشپړ شوي وو، د پوهنې رئیس، علماءکرامو او د خلکو استازو په. . .

BACK TO NEWS