له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۸ - ۹:۶
rtyu

بغلان
د بغلان ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد نور عزیزي او ورسره پلاوي د دې ولایت د مرکز اړوند د زمانخېلو د هلکانو او نجونو ښوونځیو ته ولاړ، په دې کتنه کې یې د یادو ښوونځیو اداري او تدریسي چارې وڅارلې او همدارنګه د ښوونکو د درسي پلانونو، مېتودونو، د زده کوونکو حاضري او له یو لړ  نورو ښوونیزو مسایلو څخه یې څارنه وکړه .
د ښوونځیو مدیرانو او ښوونکو خپلې ستونزې او وړاندیزونه د پوهنې له رئیس سره شریکې کړې او د حل غوښتنه یې وکړه.

ارزګان
د اروزګان ولایت د پوهنې رئیس الحاج کامران آخندزاده او ورسره مل پلاوي د سیدال خان ښوونځي له مسوولینو سره د اداري او تدریسي اسنادو د کتلو په موخه اصلاحي مشورتي ناسته وکړه او له ښوونکو یې وغوښتل چې خپلې دندې په ښه توګه ترسره کړي او د هېواد د ځوانانو او ماشومانو د ښوونې او روزنې په برخه کې جدي هڅي وکړي.

کندز
د امیرالمؤمنین د احکامو او فرمانونو د تطبیق د څارنې ولایتي کمیټې مسوول مولوي شفیع الله نعماني له دولتي ادارو څخه د لیدنو او کتنو په لړ کې د کندز ولایت د پوهنې له رئیس الحاج مولوي محمد اسماعیل ابو احمد سره وکتل. او د کندز پوهنې ریاست ته د استول شويو فرمانونو او احکامو د تطبیق په باب بحث او خبرې وکړې.
د کندز ولایت د پوهنې رئیس د ا. ا د مشرتابه د فرمانونو او احکامو او د پوهنې وزارت د مشرتابه د پرېکړو د عملي کېدو په باب اداري پلاوو ته ډاډ ورکړ.

بلخ
د مزار شریف ښار په ګډون د بلخ ولايت د څوارلسو ولسواليو د سواد زده کړې د مديرانو نوبتي غونډه جوړه شوه.
 په دې غونډه کې د سواد زده کړې پر فعالیتونو او لاسته راوړنو خبرې وشوې.

له همدې ولایته یو بل خبر؛
د بلخ ولایت د پوهنې ریاست د تعلیمي څارنې غړو په څو جلا جلا ګروپونو کې د مزارشریف ښار او کلیو او همدارنګه په دهدادي، بلخ، شورتپې، مارمل، چهاربولک ولسوالیو کې د سواد زده کړې له یو شمیر ټولګیو څخه څارنه وکړه. او هغوی ته یې د ښوونکو د ظرفیت لوړونې په برخه لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت خبرتیا

(د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند د مدرسینو مسلکي پراختیا علمي غړو د ۲۵ بستونو ازموینې په اړه)

پوهنې وزارت، د وړ کسانو ګومارنې او د استخدام په بهیر کې د روڼتیا د تأمین په موخه، د کابل ښار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۳۲
Background image

په غور کې ښوونکو لپاره شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د غور ولایت دولت‌یار ولسوالۍ اړوند ښوونځیو د ساینس او ازمېښتونونو ۱۴ تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د «چاپېریالي ساینس» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
یاده روزنیزه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

په هرات کې د مدارسو طلابو لپاره علمي او فرهنګي برنامه جوړه شوه

 د هرات ښار د امام جعفر او امام صادق مدارسو د څه باندې ۲۵۰ تنو طلابو په ګډون د «اسلام په تاریخ کې د مسلمانو ځوانانو رول، د اسلامي ټولنو پر وړاندې د لوېدیځ فکري جګړه او د هغې پر وړاندې د. . .

BACK TO NEWS