د هېواد د تودو سیمو او ولایتونو کلنۍ ازموینې پای ته ورسېدې

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۱۶ - ۱۴:۴۷
123

د پوهنې وزارت د لایحې له مخې د هېواد د تودو سیمو او ولایتونو کلنۍ ازموینې، چې د زمري میاشتې په لومړۍ نېټه پیل شوې وې، پای ته ورسېدې. دغه ازموينې د يادو ولايتونو د پوهنې رياستونو د رئيسانو، آمرینو او د تعلیمي څارنې د غړو په شتون کې په بشپړ شفافيت سره ترسره شوې.
له بلې خوا د يادو ولايتونو له ښوونځيو څخه فارغ شوي زده کوونکي د پوهنې رياستونو د رئيسانو، ولسي مشرانو، ښوونکو، علماوو او د خپلو کورنيو په حضور کې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې خپلې فراغت غونډې ونمانځلې.
په دې مراسمو کې د پوهنې مسئولینو له دوی څخه وغوښتل چې خپلو لوړو زده کړو ته دوام ورکړي، ترڅو په راتلونکي کې د روزل شویو علمي او مسلکي کادرونو په توګه د هېواد او هېوادوالو لپاره د ښو خدمتونو جوګه وګرځي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت خبرتیا

(د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند د مدرسینو مسلکي پراختیا علمي غړو د ۲۵ بستونو ازموینې په اړه)

پوهنې وزارت، د وړ کسانو ګومارنې او د استخدام په بهیر کې د روڼتیا د تأمین په موخه، د کابل ښار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۳۲
Background image

په غور کې ښوونکو لپاره شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د غور ولایت دولت‌یار ولسوالۍ اړوند ښوونځیو د ساینس او ازمېښتونونو ۱۴ تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د «چاپېریالي ساینس» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
یاده روزنیزه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

په هرات کې د مدارسو طلابو لپاره علمي او فرهنګي برنامه جوړه شوه

 د هرات ښار د امام جعفر او امام صادق مدارسو د څه باندې ۲۵۰ تنو طلابو په ګډون د «اسلام په تاریخ کې د مسلمانو ځوانانو رول، د اسلامي ټولنو پر وړاندې د لوېدیځ فکري جګړه او د هغې پر وړاندې د. . .

BACK TO NEWS