ښوونځیو ته د مجاهدینو د جذب په موخه د تثبيت سويې آزموینه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۲/۴/۴ - ۹:۱
211322

 د ا.ا.ا د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست مجاهدینو ته د زده کړو د اسانتیاوو برابرولو او په رسمي ښوونځیو کې د شمولیت په موخه د اړوند طرزالعمل له مخې د لسم او یوولسم ټولګیو آزموینه واخیستله.
 د یاد وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو د آزموينې کميټې مشر، مولوي عبدالواحد واحديار وايي: دغه غوښتونکي چې شمېر يې تر ٢٥٠ پورې رسېده په جهادي فعاليتونو کې د بوختيا له امله د زده کړو له دوام څخه پاتې شوي وو، غواړي خپل درسونه بشپړ کړي.
 ګډونوالو د زده کړو او د دوی لپاره د لازمو اسانتیاوو په برابرولو خوښي څرګنده کړه او له نورو م/جاهدینو یې وغوښتل چې له شته فرصتونو څخه اعظمي ګټه پورته کړي؛ عصري او دیني زده کړو ته دوام ورکړي.
 تر دې وړاندې د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو رياست د دا ډول پروګرامونو په لاره اچولو سره هېواد ته له راستنېدونکو سلګونو مهاجرينو او مجاهدینو څخه د  تثبيت سويې په موخه آزموينه اخيستې او په ټاکلو ټولګيو کې يې د زده کړې د دوام په موخه جذب کړي دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت خبرتیا

(د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند د مدرسینو مسلکي پراختیا علمي غړو د ۲۵ بستونو ازموینې په اړه)

پوهنې وزارت، د وړ کسانو ګومارنې او د استخدام په بهیر کې د روڼتیا د تأمین په موخه، د کابل ښار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۳۲
Background image

په غور کې ښوونکو لپاره شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د غور ولایت دولت‌یار ولسوالۍ اړوند ښوونځیو د ساینس او ازمېښتونونو ۱۴ تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د «چاپېریالي ساینس» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
یاده روزنیزه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

په هرات کې د مدارسو طلابو لپاره علمي او فرهنګي برنامه جوړه شوه

 د هرات ښار د امام جعفر او امام صادق مدارسو د څه باندې ۲۵۰ تنو طلابو په ګډون د «اسلام په تاریخ کې د مسلمانو ځوانانو رول، د اسلامي ټولنو پر وړاندې د لوېدیځ فکري جګړه او د هغې پر وړاندې د. . .

BACK TO NEWS