له 200 م/جاهدینو څخه د سويې د تثبيت آزموینه واخیستل شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۱ - ۱۵:۴۳
123

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست له لوري د ځانګړې قانوني کړنلارې په اساس، د ا. ا. ا  د م/جاهدينو لپاره د زده کړو د زمینې برابرولو او په رسمي ښوونځیو کې د شامیلولو په موخه د لسم او یوولسم ټولګيو له زده کوونکو څخه د سويې د تثبيت آزموینه واخیستل شوه.
 د ياد وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو د آزموينې کمېټې مشر مولوي عبدالواحد واحديار وايي:  دا نوماندان چې شمېر يې تر ٢٠٠ پورې رسیږي، په ج/هادي فعاليتونو کې د بوختياوو له امله د زده کړو څخه بې برخي پاتې ؤ اوس کولاي شي چې له شته فرصتونو څخه په استفادې خپلې زده کړې بشپړې کړي.
د آزموينې ګډون والو هم دوی ته د زده کړو لپاره د لازمو ښوونیزو آسانتیاوو په برابرېدلو خوښي څرګنده کړه او له نورو م/جاهدينو یې وغوښتل چې له شته فرصتونو څخه په استفادې د دیني او عصري علومو په برخه کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
 تر دې وړاندې هم د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو رياست، له سلګونو م/جاهدينو او راستنېدونکو مهاجرينو څخه د سويې د تثبيت آزموينه اخيستې او د زده کړو د دوام په موخه يې په مطلوبو ټولګيو کې شامیل کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۱۲:۳۹
Background image

د کابل ښار اړوندو ښوونځیو سپورټي لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالیو پایلې اعلان شوې

د کابل ښار د ۳۳ ښوونځیو د سپورټي لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ چې د روان لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۱ مه نېټه د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست له خوا د حبیبیې لېسې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۱۲:۳۵
Background image

د داوطلبۍ اعلان

پوهنې وزارت په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، تر څو د یاد وزارت د مرکزي فتر، د بشري سرچینو عمومي ریاست، د نتایجو او شهادتنامو ریاست لپاره د امنیتي کیمرو نصب او فعالولو لپاره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۱۲:۳۰
Background image

په نیمروز ولایت کې د یو باب دارالعلوم نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د نيمروز ولايت خاشرود ولسوالۍ اړوند په تيپه ناوی کلي کې «دعارفيه دارالعلوم » ودانۍ جوړه او د زده کوونکو پرمخ پرانيستل شوه.

د یادې ولسوالۍ د پوهنې مسئولينو د معلوماتو له مخې: ياد. . .

BACK TO NEWS