د کابل ښار پوهنې رياست له لوري، د مرکزي څانګو څخه څارنه او د شهاتنامو د وېش بهير ترسره شو.
د کابل ښار د پوهنې ریاست له لوري د ښوونځيو پر فارغینو په انفرادي او ډله ییز ډول د شهادتنامو د وېش په دوام، دا ځل د ياد ریاست د ځانګړي پلان له مخې، په انفرادي ډول د ښوونځيو شاوخوا ۱۲۰۰ فارغانو ته شهادتنامې و وېشل شوې.
د کابل ښار پوهنې سرپرست او د ښوونې او روزنې آمر عبدالوکیل الهام ، فارغانو ته د مبارکۍ ترڅنګ، د شهادتنامو د وېش بهیر په اړه معلومات وړاندې کړل.
نوموړي له فارغانو وغوښتل، چې د ښوونځي له پای ته رسولو وروسته خپلو زده کړو ته دوام ورکړي، ترڅو خپل هېواد او ولس ته ستر خدمتونه ترسره کړي.
د يو بل خبر له مخې، دکابل ښار پوهنې رياست ښوونې او روزنې آمر، د ياد رياست د مرکزي څانګو له فعاليتونو څخه څارنه وکړه او په يادو څانګو کې يې په نظم او څارنه ټينګار وکړ .
نوموړي د اړوندو ادارو له کړنو او هلو ځلو څخه ستاينه وکړه او هغوی يې لا زيات خدمت ته وهڅول.
